د لاس رسي وړ اتصالات

د ماینونو له ګواښونو څخه د پوهاوي نړیواله ورځ ونمانځل شوه


له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزیر نجیب‌ آقا فهیم وايي، چې په افغانستان کې ماینونه هره میاشت ۱۲۰ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.ښاغلي فهیم چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې نجیب آقا فهیم د ماینونو له ګواښونو څخه د پوهاوي نړیواله ورځې لمانځ‌غونډې ته وینا کوله وویل، لا هم د افغانستان په ۱۷۰۰ کیلومتر مربع ځمکه کې ماینونه او ناچاودي مواد پاتې دي.

هغه زیاته کړه: "لا هم ماین د انسانانو ژوند ته جدي ګواښ دی، د هغو شمیرو په اساس چې په ۲۰۱۸ کال کې نشر شوي دي، لا هم په هره میاشت کې شاوخوا ۱۲۰ تنه زموږ هیوادوال د ماینونو د چاودنو او ناچاودو موادو له امله یا خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم معلوله کیږي".

په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله د دغه هیواد زیاتې سیمې په مایونونو او ناچاودو توکو پوښل شوي او د جګړې ښکېلو خواو سربیره یې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې وویل، چې د تیرو کلونو د هڅو په نتیجه کې اوسمهال د افغانستان په ۸۰ فیصده سیمو کې د ماینونو ګواښ له منځه تللی دی.

هغه له ماینونو سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د مالي ملاتړ ډاډ ورکړ او وې ویل "پاتې شل فیصده، که ارقام اوس زر کیلومتر مربع دي او یا ۱۷۰۰ کلیومتر مربع پاتې دي، لا هم ډیره لویه ننګونه په مخ کې لرو. حتماً به د روان کال په منځنۍ بودیجه کې کابینې ته زموږ وړاندیز دا وي، چې په دې برخه کې د افغانستان د لازیاتې ونډې په اړه یوه پریکړه ولرو".

ښاغلي عبدالله د ماین پاکۍ په برخه کې د نړیوالې ټولنې له همکاریو څخه مننه وکړه
ښاغلي عبدالله د ماین پاکۍ په برخه کې د نړیوالې ټولنې له همکاریو څخه مننه وکړه

ښاغلي عبدالله د ماین پاکۍ په برخه کې د نړیوالې ټولنې له همکاریو څخه مننه وکړه او د افغان حکومت له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د مبارزې لپاره د خصوصي سکتور د همکاریو او ملاتړ د راجلبولو پر سر کار وکړي.

په ورته وخت کې له افغانستان سره د ماینونو پر ضد د مبارزې په برخه کې مرستندویې ادارې ټینګار کوي، چې د جګړې ښکیلې غاړې په یوه سیمه کې له جګړې او نښتو وروسته باید سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال توبي لانزر په دې غونډه کې وویل "کله چې تاسې په جګړه کې ښکیل کیږئ دا ستاسو مکلفیت دی، چې هغه سیمه بیرته پاکه کړئ، اوس که تاسې طالبان او یا په جګړه کې ښکیلې نورې ډلې یاستې، دا ستاسو وظیفه ده، ستاسو قانوني ژمنتیا ده، چې په سیمه کې د جګړې پاتې شوي چاودیدونکي مواد پاک کړئ".

د اپریل څلورمه د ماینونو له ګواښونو څخه د پوهاوي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې افغان حکومت، له ماینونو څخه د افغانستان د ټولو سیمو د پاکولو لپاره ۲۰۲۳ کال هدف ټاکلی دی.

خو په افغانستان کې د جګړې دوام او د امکاناتو کموالي ته په کتو، له هم زیات وخت ته اړتیا ده، چې افغانستان دغه هدف ته ځان وروسوي

XS
SM
MD
LG