د لاس رسي وړ اتصالات

کندز جګړه کې ۵۶ طالبان او ۲۰ افغان سرتېري وژل شوي ـ کورنیو چارو وزارت


افغان ځواکونه په کندز ښار کې تر عملیاتو وروسته
افغان ځواکونه په کندز ښار کې تر عملیاتو وروسته

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو تېره شپه د چاڼیزو عملیاتو پرمهال کندز ښار کوڅه پر کوڅه له وسله والو طالبانو څخه تصفیه کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن یکشنبه د «وږې میاشتې پرلسمه» ویلي، چې په کندز ښار کې وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

وسله والو طالبانو وړمه شپه پر کندز ښار له څلورو اړخونو څخه بریدونه وکړل، چې تر ساعتونو جګړې وروسته تېره شپه د افغان ځواکونو لخوا پر شا وتمبول شول.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه جګړه کې ۵۶ وسله وال طالبان، ۲۰ افغان امنیتي سرتېري، پنځه ملکي وګړي وژل شوي او د امنیتي سرتېرو په ګډون ۸۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

افغان چارواکي وايي، په کندز کې افغان سرتېرو ته دغه مرګ ژوبله په پروني ځانمرګي برید او مخامخ نښتو کې اوښتې ده.

دغه وزارت نن یکشنبه رسنیو ته په استول شوې اعلامیه هم همدارنګه ویلي:"بېګاه شپه د ملي پولیسو د ۳۳۳ قطعې ځانګړو ځواکونو، کمانډو ځواکونو او د ملي امنیت د ۹۰۵ قطعې ځواکونو په کندز ولایت کې ګډ تصفیوي عملیات تر سره کړي، چې پره ترڅ کې کندز ښار د ۵۶ ترهګرو طالبانو په وژل کېدو سره په بشپړه توګه تصفیه کړی دی."

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې، چې د یادو ځمکنیو عملیاتو او هوايي بریدونو پرمهال د کندز ښار زاخېل کلی، علي خېل، کاساني خاکني او قهوه خانه سیمې هم له طالبانو څخه پاکې شوي دي.

طالبانو لا تر دا مهاله د کندز د تېرې شپې جګړې په اړه تبصره نه ده کړې.

په تېرو شاوخوا درې کلونو کې د داریم ځل دی، چې طالبان د کندز د مرکز د نیولو لپاره پراخ بریدونه کوي.

په ۱۳۹۴ کال کې طالبانو د کندز ښار په سقوط سره دغه ښار په بشپړ ډول د دوه اونیو لپاره تصرف کړی و، خو په ۱۳۹۵ کال کې بیا طالبان یو ځل د ښار مرکزي چوک ته داخل شول او د خپل بیرغ په جګولو سره بېرته د ښار څنډو ته وګرځېدل.

پر کندز تر برید یوه ورځ وروسته طالبانو نن د بغلان مرکز پلخمري ښار پر ځینو برخو بریدونه پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG