د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو بغلان او کندز کې د طالبانو زندانونه مات کړي


افغان امنیتي چارواکي وايي، په بغلان او کندز ولایتونو کې په دوو بېلابېلو عملیاتو کې د طالبانو له زندانونو ۴۷ زندانیان خوشي کړي دي.

افغان چارواکي وايي، دغه عملیات چې تېره شپه د افغان ځانګړو امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا تر سره شوي، په بغلان کې ۳۴ او په کندز کې ۱۳ تنه د طالبانو له زندانونو څخه خوشي شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن سې شنبې د غبرګولې پر۲۱مه ویلي چې په بغلان کې په خوشي شوو زندانیانو کې ۷ ملي اردو، ۷ پولیس، ۳ د ملي امنیت کارمندان او ۱۷ تنه ملکي وګړي شامل دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي، چې د افغان ځواکونو د پسرلینو عملیاتو له پیل نه بیا تر دې مهاله د ملکیانو او نظامیانو په ګډون نژدې ۴۰۰ زندانیان د طالبانو له زندان څخه ژغورل شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند زبیر عارف د سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، افغان ځواکونه هڅه کوي چې د ورته عملیاتو پرمهال پاتې زندانیان هم د طالبانو له بند څخه خوشي کړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم له زندانیانو سره د طالبانو د چلند په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په کابل کې د امریکا سفیر هم جان بس هم نن پر خپل ټوېټر د افغان سرتېرو لخوا د طالبانو له زندانونو څخه د بندیانو خوشي کول ستایلي دي.

هلمند، ارزګان، غزني، زابل، کندز، فاریاب او غور له هغو ولایتونو څخه دي چې په دې وروستیو افغان سرتېرو پکې د طالبانو زندانونه مات کړي دي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG