د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې ناپیژاندو وسله والو یوه خبریاله وژلې


د انعکاس خصوصي تلویزیون چارواکي وايي، چې د دغه تلویزیون یوه خبریاله ملالۍ میوند او د دغه تلویزیون ډرایور نن سهار د اوو بجو په شاوخوا کې د ناپیژاندو وسله والو په برید کې وژل شوي.

سمیه ییز چارواکي وايي، چې پیښه د پنجنشنبې ډسمبر ۱۰ ( لیندۍ ۲۰) سهار اوه بجې او لس دقیقې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې خبریاله ملالۍ میوند له خپل کور څخه د دفتر په لور تلله، د عربانو ګولایي کې پرې وسله والو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې خبریاله میوند او د موټر ډرایور ووژل شو.

د انعکاس ټلویزیون چارواکو هم امریکا غږ اشنا ته پیښه تایید کړه.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل امریکا غږ اشنا ته وویل. چې د ملالۍ میوند جسد روغتون ته انتقال شوی دی.

د افغانستان جمهور رئيس پر خبریالې میوند برید غندلی او هغه یې بشري ضد جنایت او نه بښونکی عمل بللی دی.

د ارګ په یو بیان کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي چې په دا ډول بریدونو سره به په افغانستان کې د بیان ازادي محدوده نشي او حکومت یې په ټول توان ساتنې او پالنې ته ژمن دی.

جمهور رئیس غني اړوندو مسوولینو ته د دغه برید د عاملینو د تشیخص او ورته د قانوني مجازاتو د ورکولو سپارښتنه کړې.

ملالۍ میوند له تېر څو کلونو راهیسې د انعکاس تلویزیون ویانده او د خپرونو چلوونکې وه او همدا شان مدني فعاله هم وه.

ننګرهار کې د خبریالانو دفاع او خوندیتوب کمېټو د خبریالې ملالۍ میوند په وژل کیدل په سختو ټکو غندلي او له افغان حکومت څخه د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG