د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: ناټو او امریکایي عسکر یو ځای د افغانستان نه وځي


د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه په ۲۰۰۱ کال کې وروسته تر هغه افغانستان ته ولاړل چې په امریکا ترهګریز بریدونه وشول
د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه په ۲۰۰۱ کال کې وروسته تر هغه افغانستان ته ولاړل چې په امریکا ترهګریز بریدونه وشول

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن چارشنبه، اپریل ۱۴ ( وري ۲۵) د ناټو د عمومي منشي ینز سټولټنبرګ سره کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې په ملاقات کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو په ګډې راتلونکې خبرې وشوې. د انتوني بلنکن پدې ملاقات کې پدې ټینګار شوی چې د "ناټو متحدین په یو ځای افغانستان ته تللی، په یو ځای د شرایطو د بدلیدو سره عیار شوي او په ګډه به اوځي."

د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د سولې په تړون کې امریکا منلې وه چې د همدې کال د مې میاشتې تر لومړې نیټې (شپاړلس ورځې وروسته) به ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه ووځي خو امریکایي چارواکو تیره ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱مې د افغانستان نه ووځي.

سپټمبر ۱۱ هغه نیټه ده چې د القاعدې شبکې پورې اړوندو وسله والو په امریکا کې په ۲۰۰۱ کال کې ترهګریز بریدونه وکړل او د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه افغانستان ته ولاړل او د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ.

په افغانستان کې اوس مهال ۲۵۰۰ امریکایي او شاوخوا ۷ زره نور بهرني ځواکونه میشت دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو متحدینو ته ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې به په مصؤنه، هماهنګ شوې او خوندي توګه د افغانستان نه د ځواکونو په ایستلو د خپلو متحدینو سره د نږدې نه کار وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم په افغانستان کې د عسکرو د شتون په هکله په موافقې او د ټولو متحدینو تر منځ په هماهنګۍ خوښي ښودلې.

ټاکل شوې د ناټو د بهرنیو او دفاع چارو وزیران نن د ویډیو کنفرانس د لارې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شتون د څرنګوالي په هکله خپلې طرحې شریکې کاندي.

د ناټو یو جګپوړي دیپلومات د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښایي د ناټو هیڅ یو متحد هم د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د هغه اعلان سره مخالفت ونکړي چې ویلي یې دي امریکایي عسکر به د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې د افغانستان نه ووځي.

ټاکل شوې جو بایډن نن د واشنګټن پر وخت د غرمې وروسته د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو په هکله ملت ته لنډه وینا وکړي.

د امریکایي سناتوروانو اندیښنې:

د امریکا یو شمیر سناتورانو د جمهور رئیس بایډن په پریکړې اندیښنه ښودلې.

د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي د ګوند یو جګپوړي غړي سناتور مچ مکانل ویلي، " د بایډن اداره غواړي چې په افغانستان کې جګړه پریږدي او وتښتي. په بیړه د افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل یوه ژوره سهوه ده. "

په همدې حال کې د سنا د مجلس د پوځي کمیټې غړي سناتور جم انهوف د افغانستان نه د امریکایي عکسرو د ایستلو پریکړه "بي باکانه او خطرناک" عمل بللی.

بل پلو بیا د سنا د مجلس یو بل جګپوړي غړي لنډزې ګراهام په بشپړه توګه د افغانستان نه د امریکایي عکسرو د ایستلو پریکړه "غیري منطقي او خطرناکه" بللې.

د افغانستان نه د امریکایي او ناټو د عسکرو د آیندې په هکله دا پریکړې داسې وخت کیږي چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په ۲۴ مې نیټې په استانبول کې د افغانستان د سولې په هکله نړیواله غونډه جوړه شي.

طالبانو په لومړي سر کې ویلي که غونډه د اپریل په ۱۶ مه وشي دوي به پکې ګډون ونشي کړی خو دې ډلې په تازه څرګندونو کې ویلي، تر څو چې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه وتلي نه وي په هیڅ داسې غونډې کې ګډون نکوي چې د افغانستان د سولې په هکله پکې خبرې اترې کیږي.

XS
SM
MD
LG