د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو او امریکایي ځواکونه ممکن یوځای له افغانستان څخه ووځي ـ د جرمني دفاع وزیر


په افغانستان کې د ناټو سرتیري
په افغانستان کې د ناټو سرتیري

فرانس پریس خبري اژانس د جرمني چارواکو له قوله وايي چې ممکن ناټو ځواکونه په سپټمبر میاشت کې له افغانستان څخه ووزي.

د جرمني د دفاع وزیرې انګریت کرامپ کارنباور نن چهارشنبه اپرېل ۱۴ (وري ۲۵) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ناټو به هم ممکن په سپټمبر میاشت کې له امریکايي ځواکونو سره یو ځای له افغانستان څخه ووځي.

میرمن کارنباور وایي: "موږ تل ویلي" چې: "موږ یو ځای تللي یو او یو ځای به یې پرېږدو."

خپله ناټو په دې اړه تر دا مهاله څه نه دي ویلي.

بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د باخبره امریکايي مقاماتو له قوله ویلي چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په پام کې لري چې د وران کال د سپټمبر تر ۱۱ پورې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د معلوماتو په اساس ټاکل شوې ښاغلی بایډن نن چهارشنبه په دې اړه رسماً خپله پرېکړه اعلان کړي.

له دې دمخه طالبانو ګواښ کړی و چې که امریکا د می د میاشتې په لومړۍ نیټه له افغانستان نه خپل ټول ځواکونه ونه باسي تاوتریخوالی به زیات شي.

د رسمي شمیرو له مخې همدا اوس ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې میشت دي. سربیره پر دې د ناټو د غړو هیوادونو ۷ زره سرتیري هم په افغانستان کې دېره دي.

بلخوا په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر ویلي چې ټاکل شوې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډ له ولسمشر محمد اشرف غني سره له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو د جزئیاتو په اړه خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې افغان حکومت د سرتیرو په اړه د امریکا د هر پرېکړې احترام کوي.

په ستراتيژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار همدارنګه زیاته کړې چې له تیرو دوو کلونو امنیتي چارې د افغان ځواکونو په غاړه دي او په وینا یې ۹۸ سلنه عملیات په خپلواکه توګه کوي چې په خبره یې د هیواد د دفاع توان لري.

XS
SM
MD
LG