د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د چرسو مخنیوي لپاره هڅې


په پکتیا کې د چرسو مخنیوي لپاره هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

د پکتيا د يو شمېر سيمو خلک د نشه يي توکو په کرکيله بوخت کروندګرو غوښتنه لري چې د دغو توکو له کرلو او کاروبار څخه لاس واخلي.


د پکتيا د يو شمېر سيمو خلک د نشه يي توکو په کرکيله بوخت کروندګرو غوښتنه لري چې د دغو توکو له کرلو او کاروبار څخه لاس واخلي.

په پکتيا کې کوکنار نشته خو په يو شمېر ولسواليو کې يې بنګ له پخوا راهيسې دود دي.

په داسې حال کې چې د پکتيا په ځينو سيمو کې قومي خلکو د چرسو په کښت بنديز لګولی، د دې ولايت اوسېدونکي د دغه هېواد د نورو سيمو له خلکو څخه د مخدراتو پر ضد د مبارزې غوښتنه کوي.

خلک وايي،‌چې د نشه يي توکو کرکيله،‌قاچاق، خرڅلاو او استعمال سربېره پر دې چې د اقتصادي مشکلاتو سبب ګرځي،‌د جرمونو د ګراف په لوړېدو کې هم مرسته کوي.

د پکتيا اوسېدونکی عبدالاحد وايي "که چېرې مخدره مواد نه وي، مفکوره سالمه وي،‌انسان سالم وي، عقل سالم وي، هم ديني زده کړې کولای شي،‌هم عصري زده کړې کولای شي، نو د افغانستان د هر فرد مسئوليت دی، چې خپل اولادونه له مخدره مواد څخه کنټرول کړي، هم د څکولو،‌هم د کرل او هم د تجارت نه يې منع کړي".

ديني عالمان وايي، چې د نشه يي توکو کرل او هر ډول کاروبارو او استعمالول يې د اسلام له نظره حرام دي، دوی له خلکو غواړي چې د دې موادو پرضد پراخه ولسي مبارزه وکړي.

د پکتيا په ځينو سيمو کې چې چرس په کې کرل کېدل، قومي مشرانو د دې مخدر بوټي د نه کرلو پرېکړه کړې، خو يو شمېر خلک نيوکه لري چې ګوندې ځينې پرېکړې په سمه توګه نه عملي کيږي.



XS
SM
MD
LG