د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د سره صلیب اندېښنه


د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي چې افغانستان ملکیانو لپاره د نړۍ تر ټولو ګواښوونکی هېواد دی او د دوی پر وړاندې تاوتریخوالی په وروستیو میاشتې کې په بیسارې ډول ډېر شوی دی.

دغې کمیټه نن چهارشنبه جولای ۲۱ (چنګاښ۳۰) ویلي دي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ۴۹ زره او ۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.

کمیټه په یوې خبرپاڼې کې وايي "د روانې جګړې له امله په اوسط ډول هره ورځ ۲۷۰ تنه ټپیان په جدي ډول درملنې ته اړتیا لري."

ای سي ار سي: ملکي ټپیانو کې نیږدې نیم ژوبل شوي ماشومان او ښځې دي.
ای سي ار سي: ملکي ټپیانو کې نیږدې نیم ژوبل شوي ماشومان او ښځې دي.

د سره صلیب یا ای سي ار سي کمیټه وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې یوازې د کندهار میرویس نیکه حوزوي روغتون کې د ۲ زره او ۳۵۵ تنو هغو ټپیانو درملنه ګړې چې د جګړې ښکېلو خواوو په نښتو کې ژوبل شوي و.

خبرپاڼه وايي چې دغه کچه تېر کال ته په کتو له دوه برابرو نه هم ډېره شوې ده.

ای سي ار سي وايي چې په ملکي ټپیانو کې نیږدې نیم ژوبل شوي ماشومان او ښځې دي.

د سره صلیب کمیټې په وینا د دوی د فزیکي بیا رغونې او د مصنوعي غړو د نصب برخې په تېرو شپږو میاشتو کې اوه زره او ۱۳۰ تنه زخمیان ثبت کړي او له ۷۰۰ نه ډېر مصنوعي غړي یې هغو ناروغانو ته اچولي چې په جګړې کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

خبرپاڼه په افغانستان کې د سره صلیب کمیټې مشر ایلوا فیلیون له قوله وايي "د جګړې له امله تاوتریخوالی، ناامنۍ، د اوبو او برېښنا د زېرمو له منځه وړل، امکاناتو ته نه لاسرسي او صحي مرکزونو باندې بریدونه هغه لاملونه دي چې د افغانانو ژوند یې ګواښلی دی."

ښاغلی فیلیون په افغانستان کې د جګړې ښکېلو خواوو نه غواړي چې ملکیانو ته د زیان رسولو نه ډډه وکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټي ویلي چې دغه بنسټ به افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG