د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې په یو بس د ماین چاودنې پنځه کسان وژلي، ۱۸ ټپيان دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په کندهار کې پر يو مسافر وړونکي بس د سړک د غاړي ماين چاودنه کې پنځه مسافر وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

پېښه د ميوند په ولسوالۍ کې تیره شپه نهه بجې د کندهار ـ هرات پر لویه لار رامنځته شوې ده.

د کندهار د پوليسو د امنيت امر غورځنګ افریدي نن چهارشنبه جون ۲۳ ( چنګاښ دوهمه) امریکا غږ ته وویل چې پېښه د ملنګ کارېز په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل: "د سړک د غاړي ماین د وسله والو طالبانو لخوا په لوی لارې ځای پر ځای شوی و چې پر مسافر وړونکي بس یې چاودنه کړې تلفات لري، خو دقیق شمېر به یې وروسته اعلان شي."

خو د ميرويس حوزوي روغتون رئیس ډاکتر داوود فرهاد وايي چې له پېښې څخه د پنځه کسانو جسدونه او ۱۸ ټپیان ور وړل شوي دي.

ده وويل چې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ډاکتر داوود فرهاد امریکا غږ ته وویل: "پر ۴۰۴ موټر ماین د چاودنې له کبله نن سهار څلور بجې د پنځو وژل شوو کسانو جسدونه او ۱۸ هم ټپیان را وړل شوي چې په وژل شو کې ۴ نجونې او یو نارینه شامل دي او په ټپیانو کې ۸ ماشومان او پنځه ښځې شاملې دي."

د کندهار په لوېديځ ميوند ولسوالۍ کې جګړه له تیرې یوې اونۍ راهیسې زیاته شوې ده چې له کبله یې د کندهار ـ هرات لویه لار له لویو ستونزو سره مخ شوې ده.

د ټرانسپورتي اتحاديو مسئولين وايي چې زیات وختونه د جګړو له کبله یاده لار د تګ راتګ پر مخ تړلې وي او د روانې جګړې او ماین چاودنو له کبله مسافرو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

تر اوسه کندهار کې د دې پيښي او ملکي مرګ ژوبلي په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG