د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: په اټومي مذاکراتو کې د ایران نیت په راتلونکو څو ورځو کې معلومیږي


د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲ (لیندۍ ۱۱) وویل په راتلونکو ورځو کې به دا روښانه شي چې آیا ایران په ښه نیت سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار مذاکراتو ته داخلیږي که نه.

ښاغلي بلینکن چې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره سویډن ته سفر کړی وو د پنجشنبې په ورځ وویل: "موږ به په راتلونکو دوو ورځو کې پوه شو چې آیا ایران په مذاکراتو کې ښه نیت او جدیت لري که نه."

انټوني بلینکن زیاته کړه: "وروستي حرکات او څرګندونې موږ ته د هیله مندۍ په اړه ډیر دلیل نه راکوي. سره له دې چې ډیر ناوخته دی ، خو بیا هم دومره ناوخته ندی چې ایران په معني دار ډول مسیر بدل کړي او له ځانه تعامل ښکاره کړي."

رویټرز خبري آژانس ددغه جګپوړي امریکایي ډیپلومات له قوله لیکلي دي ایران نشي کولی هم وخت ضایع کړي ‌او هم له اوسني وضعیت څخه د خپل اټومي پروګرام د پراخیدو لپاره کار واخلي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ډول څه به ونشي او د امریکا اروپايي متحدینو هم په دې اړه وضاحت ورکړی دی.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه، دا د ایران مسولیت دی چې ښکاره کړي آیا غواړي په متقابلو ژمنو سره د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد ته داخل شي او که دا کار غواړي، نو ډیر ژر دې په دې اړه ګام پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې د ایران په اړه یې له خپلو روسي او اسرائیلي سیالانو سره هم خبري‌ اتري کړي دي.

ښاغلي بلینکن له ایران سره په فوري ډول د خبرو اترو د دریدو په اړه د اسرائیلو د صدراعظم نفتالي بنت د تقاضا په اړه وویل:"لکه څنګه چې ومې وویل، ډیر ژر، فکر کوم په یوه یا دوه ورځو کې به پوه شو چې آیا ایران جدي دی که نه؟"

بلخوا د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس رئیس ګروسي د پنجشنبې په ورځ د اتریش په پلازمینه ویانا کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او ارشد مرکچي علي باقري کني سره د اټومي توافق د احیا کیدو په اړه خبري اتري وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم د یوه ټویټ په کولو سره ویلي دي چې له ښاغلي ګروسي سره یې ملاقات ګټور وو او تینګار یې کړی چې تهران غواړي د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د راژوندي کیدو په خبرو کې فعاله ونډه واخلي.

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱ (لیدنۍ ۱۰) د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې ایران په ویانا کې له نړۍ سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د احیا کیدو په اړه د خبرو سره په یو وخت، د فردو په تاسیساتو کې د پرمختللو سنټرفیوژونو په مرسته د شل سلنه یورانیمو غني کیدل پیل کړي

XS
SM
MD
LG