د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او اسرائیل مشران د ایران په اټومي پروګرام بحث کوي


ټاکل شوېده د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۶ ( وږې څلورمه) په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو صدر اعظم نفتالي بنیت سره وګوري.

دا د روان میلادي کال په جون میاشت کې د اسرائیلو د لومړي وزیر په توګه د بنیټ له ټاکل کیدو وروسته، لومړی ځل دی چې د دواړو هیوادونو مشرانو مخامخ ملاقات کوي.

ټاکل شویده ښاغلی بایډن له بنیټ سره پر امنیتي مسایلو سربیره د کرونا ساري ناروغۍ په اړه هم خبري اتري وکړي.

د جوبایډن د حکومت یوه چارواکي له ملاقات مخکې خبریالانو ته وویل چې:" د اسرائیلو صدراعظم فرصت لري څو د امنیت، د ځان د دفاع او د خپلو دفاعي اړتیاوو په اړه د امریکا د جمهور رئیس ټینګې ژمنې واوري."

دې امریکایي چارواکي همدارنګه ویلي:"په افغانستان کې د امریکا د نظامي دخالت قریب الوقوع پای دا شرایط رامنځ ته کوي چې د امریکا منابع او پام د اسرائیلو په ګډون نورو لومړیتوبونو ته واوړي."

ددغه امریکایي چارواکي په وینا، د امریکا او اسرائیلو د مشرانو د بحث عمده توجه به د ایران پر اټومي پروګرام او هغه څه په اړه چې په سیمه کې د تهران بې ثبات کوونکي اقدامات ګڼل کیږي، متمرکزه وي.

یاد امریکایي چارواکي وویل:" د ایران اټومي پروګرام په بشپړ ډول له چوکاټ څخه وتلی او هره اوونۍ پراخیږي. دا یو جدي مشکل دی او فکر کوم چې د دواړو هیوادونو مشران به فرصت ولري چې د یو بل تر څنګ کیني او د ایران د اټومي پروګرام په اړه بحث وکړي."

د امریکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ، د ۲۰۱۸ میلادي‌ کال په مې میاشت کې په یو اړخیز ډول د ایران او نړۍ له اټومي قرار داد څخه بیرون شو او په تدریج سره یې پر تهران قوي بندیزونه وضع کړل، هغه بندیزونه چې یاد هیواد یې له کم ساري اقتصادي رکود سره مخ کړ.

سپینې ماڼۍ ته د بایډن له رسیدو سره، ایران او متحده ایالتونو څو ځله په ژنیف کې د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د بیا راژوندي کیدو لپاره په غیر مستقیمو خبرو کې ګډون وکړ خو بې پایلې پاتې شوې.

XS
SM
MD
LG