د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو ۳۸ کسان مړه کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تیرو پنځلسو ورځو کې د افغانستان په څه باندې لسو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۳۸ کسان وژل شوي او ۵۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

یاد وزارت نن شنبه جنورۍ ۲۲ (سلواغې دوهمه) له رسنیو سره شریک شویو معلوماتو کې ویلي چې یاد کسان د زلزلې، باران او واورو ورېدو له امله مړه او ټپيان شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د دې ترڅنګ شاوخوا ۸۰۰۰ د هستوګنې کورونه هم ویجاړ شوي دي او په خبره یې د زیانمنو شویو کسانو له کورنیو سره نقدي مرسته شوې ده.

د دوی په وینا ولایتي ریاستونو ته یې امر کړی چې د طبیعي پېښو له امله زیامنو شویو کورنیو ته مرستې ورسوي.

د افغانستان ګڼ شمېر ولایتونو په دې وروستیو کې د درندې واورې، بارانونو او سېلابونو راوتلو شاهدان دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو چاروکي د دولت وزارت د معلوماتو په اساس د هرات ـ بادغیس لار د درندې واوري له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې او همدارنګه د بامیانو ولایتونو ټولې مواصلاتې لارې هم د ګاونډیو ولایتونو سره بندې شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې د دوی کاري ټېمونه هڅه کوي چې د وضعیت تر سمېدو دغه لارې د ترافیکو پرمخ خلاصې کړي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلینو هم نن شنبه وویل چې د سالنګونو لار د درندې واورې وریدو او سخت طوفان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه ریاست مشر عبیدالله عبید نن شنبه جنورۍ ۲۲ (سلوغې دوهمه) خبریالانو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د تیرې شپې راپدېخوا په شمالي سالنګ کې درنده واوره او جنوبي سالنګ سخت طوفان دوام لري.

د تیرې ورځې راپدېخوا په کابل، بدخشان، بامیان، دایکندي، پنجشېر، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې واورې او بارانونه پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG