د لاس رسي وړ اتصالات

درندې واورې؛ بادغیس کې بند پاتې مسافر ژغورل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

طالب چارواکي وايي، د هرات ـ بادغیس ترمنځ د لویې لارې پر سر په درندې واورې کې بند پاتې لسګونه مسافر یې ژغورلي دي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وايي چې دغه مسافرین د بادغیس ولایت اړوند په «سبزک»کوتل سیمه کې د درندې واورې او تندو بادونو له امله بند پاتې و.

ښاغلي وثیق زیاته کړې چې ژغورونکو ډلو تر څو ساعتونو عملیاتو وروسته وتوانېدل چې یاد کسان خوندي سیمو ته انتقال کړي.

په واوره کې د یادو بندو مسافرینو شمېر ۳۰ تنه ښودل شوی چې د چارواکو په وینا ښځې او ماشومان هم پکې شامل و.

تیره ورځ طبیعي پېښو ته د رسېدو چاروکې د دولت وزارت وویل چې د افغانستان په څه باندې لسو ولایتونو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۳۸ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي.

د سالنګونو د لویې لارې خلاصېدل

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاس مسؤلین وايي، د سالنګونو لویه لار تر ۲۴ ساعتونو بندېدو وروسته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

د یاد ریاست رئیس عبیدالله عبید نن یکشنبه جنورۍ ۲۳ (سلواغې دریمه) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې د دغه ریاست کاري قوه تیره شپه ناوخته وتوانېدل چې دغه لویه لار دتګ راتګ پر مخ خلاصه کړي.

ښاغلي عبید زیاته کړه چې دغه لار اوس هم د لویو باروړونکو موټر پر مخ تړلې ده او په خبره یې په بشپړه توګه د لارې خلاصولو هڅې روانې دي.

د سالنګونو لار د وړمې شپ راهیسي د درندې واورې او تند طوفان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

په افغانستان کې د وروستیو واورو له امله د بامیانو ـ کابل او کابل غور ولایتونو لارې هم د ترافیکو برمخ تړل شوي دي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي چې د دغه لارو د بیرته خلاصولو هڅې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG