د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د روغتیا په برخه کې افغانانو سره د درې میلیون ډالرو مرسته وکړه 


ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف (UNICEF)په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې له خطر سره مخ کسانو او ماشومانو د لاسرسي لپاره د درې میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی.

یونیسف د پنجشنبه په ورځ مارچ ۱۰ (کب ۱۹مه) ناوخته ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دغه پیسې به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د شاخوا ۶۹ زره کسانو او په ځانګړې توګه د داخلي بیځایه شویو کډوالو د روغتیا په برخه کې ولګول شي.

یونیسف زیاته کړې چې ددغو پیسو یوه برخه به د ماشومانو د پاملرنې, تغذیې او د هغوي څخه ملاتړ په برخه کې ولګول شي شي. محمد ایویا, په افغانستان کې د یونیسف استازي په دې اړه وویل: "جاپان په نړۍ کې د ماشومانو د ملاتړ کوونکي په توګه ډیر پیژندل شوی, په ځانګړې توګه افغانستان کې چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې یې تراوسه شاخوا ۱۱۴ میلیون ډالره د یونیسف له ادارې سره مرسته کړې ده.

د یونیسف استازي له خطر سره مخ کسانو سره دغه مرستې مهمې ګڼلي او له نړیوالو یې غوښتي دي چې د روغتیا په برخه کې دې دغه هیواد سره مرستې لا ډیرې کړي.

په دې وروستیو کې د یونیسف ادارې په افغانستان کې د ماشومانو بد وضعیت په اړه ژوره اندیښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې د بیړنیو مرستو پرته نشي کولی د دوي ستونزې حل کړي.

د یونیسف په وینا دغه صندوق غواړي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې تر ۱۲.۹ میلیون ماشومانو سره مرسته وکړي چې د بیړنیو مرستو پرته دغه کار ناشونی دی.

له دې وړاندې هم د یونیسف ادارې د افغانستان د روغتیایي سکتور د له منځه وړل کیدو د مخنیوي او خلکو ته د خوراکي توکیو, زده کړې او نورو خدماتو برابرولو لپاره د دوه میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه.

یونیسف ویلي و چې په دغو پیسو به د ۲۴میلیون څخه ډیرو کسانو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړل شي چې د ډلې یې سم نیمایي ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدو او د بهرنیو هیوادونو د مرستو پرې کیدو سره د هیواد روغتیایي سکتور د ړنګیدو له خطر سره مخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG