د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: له هرو دوو افغان ماشومانو یو یې له سختې خوارځواکۍ ځوریږي


د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (يونیسف) یو ځل بیا په دغه هیواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یونیسف د چهارشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی څېړنې ښيي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به په یاد هیواد کې له هرو دوو ماشومانو څخه یو په خوارځواکۍ اخته شي.

په افغانستان کې د بشري بحران په زیاتېدو سره، یونیسف زیاته کړې چې یادو اړمنو ماشومانو او کورنیو ته رسیدګي زیاته شوې ده.

یونیسف ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ژوند ژغورلو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د برخې مشرې میلاني ګالوین وايي چې اوس مهال دغه صندوق په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره ۱۹۰۰ روغتیايي مرکزونه رامنځته کړي دي.

اغلې ګالوین زیاته کړې ده چې د دغه مرکزونو روغتیايي کار کوونکي به هڅه وکړي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره هڅې وکړي او هم به د یادو ماشومانو میندو ته د زیات وخت لپاره خپلو ماشومانو ته د شیدو ورکولو په برخه کې مشورې ورکړي.

په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د برخې مشرې ویلي چې دوی په هڅه وکړي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به په خوارځواکۍ اخته ۱/۱ میلیون ماشومانو درملنه وکړي.

دا په داسې حال کیده چې تیره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې له سمدستي ملاتړ پرته به ټولو اړمنو ماشومانو ته رسیدګي ستونزمنه وي.

یونیسف د سه شنبې په ورځ مارچ اتمه (کب ۱۷) په خپل ټویټر کې لیکلي په پام کې و چې دغه صندوق به په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۱۲.۹ میلیون ماشومانو ته رسیدګي وکړي، خو وايي چې له سمدستي ملاتړ پرته به دغه چاره ناممکنه وي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په ټول افغانستان کې تر سقوط وروسته د دغه هیواد د روغتیايي نظام سقوط د مخنیوي، د خوراکي موادو برابرولو، زده کړو او د کورنیو او ماشومانو لپاره د نورو حیاتي خدماتو برابرولو لپاره د دوه میلیارد ډالرو مرستې برابرولو غوښتنه کړې وه.

یونیسف ویلي و چې په دغه پیسو سره به په دغه هیواد کې د ۲۴ میلیون اړمنو کسانو چې د افغانستان د وګړو نیمايي نفوس جوړوي اړتیاوې پوره کړي

XS
SM
MD
LG