د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون په مهال مري


د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري بحران زیاتېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په دغه هیواد کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال خپل ژوند د لاسه ورکوي.

یاد صندوق نن چهارشنبه مارچ ۱۶(کب ۲۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې ترڅنګ په دغه هیواد کې په هرو دوو ښځو کې یوه له جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ ده.

یاد بنسټ د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې افغانستان کې روان بحران ته په کتو د ښځو وضعیت نور خرابېدایشي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې ۹.۲۸ میلیون وګړو ته د بشري مرستو رسول په پلان کې لري.

دغه سازمان ویلي چې افغانستان د نظام تر بدلون وروسته له بېساري بشري ناورین سره مخ دی او په خبره یې سیاسي بدلون، وچکالۍ او کرونا ویروس په دغه هیواد کې د تیرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي دي.

په ۲۰۲۲ میلادي کال د افغانستان لپاره بشردوستانه پلان

ملګرو ملتونو تر دې مخکې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د رسېدو په هدف د ۴.۴ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه.

د دغه سازمان د وګړو صندوق ویلي چې دوی هم په افغانستان کې دخپلو بشري فعالیتونو لپاره ۱۵۱.۹ میلیون ډالرو ته اړتیا لري تر څو د میندو د زېږون په مهال د هغوی روغتیا او ساتنې ته ځواب ووايي.

خو دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د بشري بحران له امله ۹/.۳ میلیون اغېزمن شوي دي.

دا په داسې حال کیده چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) روانه میاشت هم په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د کچې زیاتوالې په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې د اسیا په کچه په دغه هیواد کې د اومیدواره مېرمنو د مړینې کچه زیاته ده.

دغه صندوق ویلي و چې په افغانستان کې د زېږون په مهال په هرو ۱۰۰زرو میندوکې ۶۳۸ یې مري.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی که چیري په دې برخه کې جدي توجه ونشي، په دغه هیواد کې به د زېږون پرمهال د میندو د مړینې کچه نوره هم زیاته شي.

په وروستیو کلونو کې د زېږون پرمهال د میندو د مړینه کچه په بېساري توګه ټيټه شوې وه. د راپورونو په اساس په ۱۳۹۸ کال کې د ۱۰۰زره زېږون څخه ۳۹۶ میندو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

XS
SM
MD
LG