د لاس رسي وړ اتصالات

کوکنار مې ځکه ونه کرل چې خلکو ته زیان رسوي: کروندګر 


کوکنار مې ځکه ونه کرل چې خلکو ته زیان رسوي: کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

پداسې حال کې چې د بلخ په ځینو سیمو کې یو زیات شمیر کروندګرو سږ کال د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده خو بل لورته داسې کروندګر هم شته چې د کوکنارو له کر لاس په سر شوي او په نورو کښتونو بوخت دي. 

پداسې حال کې چې د بلخ په ځینو سیمو کې یو زیات شمیر کروندګرو سږ کال د کوکنارو کرلو ته مخه کړې ده خو بل لورته داسې کروندګر هم شته چې د کوکنارو له کر لاس په سر شوي او په نورو کښتونو بوخت دي.

یو له دغو کروندګرو شهاب الدین افغانمل دی. دی د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د چمتال کلي اوسیدونکی دی او وايي، چې سږ کال یې ځکه په ځمکه کوکنار و نه کرل چې ټولنې ته زیان رسوي او د خلکو ازار وانخلي.

هغه وویل:"د کوکنارو کښت خو مو ځکه پريښوده چې مضر وو. حرام وو. دلته ډیر ځوانان پدې باندې روږدي شول. معتاد شول".

شهاب الدین وايي، چې دا یې دوهم کال دی چې په خپله ځمکه د کچالو کر کوي.

هغه وویل: "که څه هم د کچالو عاید د کوکنارو په رقم نده. خو کچالو د کوکنارو ښه بدیل کیدای شي".

کروندګر شهاب الدین د سړو خونو د جوړولو غوښتنه کوي او وايي، که سړې خونې جوړې شي او کښتونو ته یې مارکیټ وموندل شي نو بدیلو کښتونو ته به کروندګر مخه کړي او د کوکنارو ځای به په تدریجي شکل نور بدیل کښتونه ونیسي.

XS
SM
MD
LG