د لاس رسي وړ اتصالات

رویا محبوب د دوحې د انجمن کلنۍ جایزه ترلاسه کړه


د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم مشرې رویا محبوب د دوحې د انجمن د ۲۰۲۲ کال جایزه ترلاسه کړه.

میرمن محبوب په داسې حال کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني څخه دغه جایزه ترلاسه کړه چې طالبانو په افغانستان کې د منځیو او عالي لیسو ښځینه زده کوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نده ورکړې.

د افغان میرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپله فیسبوک پاڼه میرمن محبوب او د افغانستان روباتیک ټیم ته ددې بریا مبارکي ویلې ده او زیاته کړې یې ده: «په رسمیت ستاسې ددې د نه باور وړ ددې کار پيژندل په افغانستان کې د نجونو ښوونې او روزنې مهم ارزښت رابرسیره کوي. دا د یو بدل شوي او ځانبسیا افغانستان ښکارندويي کوي.»

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم په خپله فیسبوک پاڼه میرمن محبوب او د افغانستان روباتیک ټیم ته ددې بریا مبارکي ویلې او ویلي دي: «باور لرم چې د شرایطو په برابریدو سره، د هیواد نجونې او میرمنې کولی شي د خپلو وروڼو تر څنګ د افغانستان په وده او هوساینه کې فعال او رغنده رول ولوبوي.»

د افغانستان د روباټ جوړونې ټیم شاوخوا ۲۰ غړي لري چې اکثریت یې تر ۲۰ کالونو کم عمر لري. په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته اکثریت دغه نجونې ووتلې او د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په سلواغې میاشت کې وتوانیدلې چې په نړیوالو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړي.

ددې ټیم غړي اوسمهال په بهرنیو هیوادونو په ځانګړې ډول په قطر او مکسیکو کې دي. د قطر زده کړو او علومو بنسټ د تیر کال په وږې میاشت کې ددې ټیم غړو ته تحصیلي بورسونه ورکړل.

په افغانستان کې د ښوونځیو د تړلي پاتې کیدو په اړه ملي‌ او نړیوال غبرګونونه

قطر چې د افغانستان د روباتیک ټیم غړو ته تحصیلي بورسونه ورکړي او د طالبانو د ډلې یو ستر ملاتړی هیواد ګڼل کیږي، په افغانستان کې د متوسطه او عالي لسیو د نه خلاصیدو په اړه اندیښنه او زور خپګان ښودلی دی.

په وروستي مورد کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غړو هیوادونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي چې "د ټولو لپاره ښوونځي پرانیژئ‌ او د هیواد د ټولو ماشومانو او ځوانانو لپاره یوه ښوونیز چاپیریال رامنځ ته کړئ."

طالبانو تر اوسه نړیوالو غبرګونونو ته ځواب ندی ویلي خو د نجونو د مکتبونو د نه خلاصیدو په اړه یې دوه دلایل وړاندې کړي دي. لومړی د شریعت پر اساس د شرایطو برابریدل او دویم د افغانستان د فرهنګ سره د فضا رامنځ ته کیدل، خو ددغو وړاندې شویو معیارونو په اړه یې هیڅ جزیات وړاندې کړي ندي.

د افغانستان روباتیک ټیم په ۲۰۱۷ کال کې د Digital Citizen Fund صندوق په مرسته رسما خپل کار په هرات ولایت کې پیل کړ.

دې ټیم په تیرو څلورو کلونو کې دولس روباتونه طرحه کړي او په څو نړیوالو سیالیو کې یې هم برخه اخیسته ده او د یاد ټیم غړي توانیدلي دي چې د افغانستان لپاره جایزې هم ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG