د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په افغانستان کې د خپلو کونسلګریو کارونه بند کړل


کابل کې د ایران سفارت
کابل کې د ایران سفارت

په کابل کې د ایران د سفارت او په هرات کې یې د دغه هېواد د کونسلګرۍ مخکې د یو شمېر افغانانو له مظاهرو وروسته «تر امرثاني پوري» په افغانستان کې کونسلي خدمتونه بند کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او کونسلګریو امنیت تامین او ټېنګ کړي.

پرون دوشنبه اپریل ۱۱ (وري۲۲) یو شمېر افغانانو په کابل کې د ایران د سفارت په مخکې مظاهره وکړه او په ایران کې یې د افغان کډوالو سره بد چلند وغنده. همدغه راز لسګونه نورو کسانو بیا په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ په مخکې مظاهره کړې او د کونسلګرۍ ودانۍ ته یې نژدې اور بل کړ. په خوست کې هم سلګونو کسانو په دې اړه مظاهره کړې ده. په دغو مظاهرو کې ښځې هم وې.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه اپرېل ۱۲( وري ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یادو مظاهرو په غبرګون کې په ایران کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.

ایران ویلي چې د افغانستان شارژدافیر ته یې په هرات ولایت کې ددغه هیواد پر کونسلګرۍ د برید په اړه خپل «سخت» اعتراض وړاندې کړی دی.

د اعلامیې له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې مدیر له افغان شارژدافیر څخه په هرات کې د دوی پر قونسلګري د تیري ورځې د برید د عاملینو سره د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو مسؤل د افغانستان شارژدافیر ته خبر ورکړ چې تر د دویمې خبرتیا پوري د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د خپلو کونسلګریو فعالیت بند کړ، ترڅو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګیو د کامل امنیت ډاډ ورکړل شي."

په کابل کې د ایران سفارت هم په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دي چې د وروستیو مظاهرو له کبله یې د کونسلګریو کارونه ځنډولي دي.

له هغه ورسته چې په ایران کې د افغان کډوالو سره د زور زیاتي په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ځینې تصویرونه او ویدیوګانې خپرې شوې، یو شمېر افغانانو یې په اړه قوي غبرګونونه وښودل او ایران یې د کډوالو سره په زور زیاتي تورن کړ.

خو تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید ښاغلي خطیب زاده دا ویدیويي کلپونه او خبرونه «د افغانستان او ایران ډارول» بللي چې په وینا یې هدف یې «د دواړو هېوادونو د خلکو د عواطفو» پارول دي چې باید خلک اومسولان یې «هوښیار» واوسي.

په کابل کې د ایران سفارت له افغان کډوالو سره دایراني پولیسو لخوا د ناوړه چلند په اړه خپاره شوي معلومات بې اساسه او ناسم بللي دي. د ایران سفارت په خپل رسمي ټویټر کې دا ډول ویدیوګانو او خبرونو خپرول د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د «فتنې» او «دسیسې» د رامنځته کولو هڅه بللې وه.

په همدې ترڅ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره لیدلي او په دې اړه یې ورته خپله خواشیني څرګنده کړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ایران له سفیر څخه وغوښتل چې د خپل هېواد مشرتابه ته په ایران کې د افغان کډوالوسره د زور زیاتي د راپورونو په اړه د طالبانو د حکومت اندېښنه ورسوي.

XS
SM
MD
LG