د لاس رسي وړ اتصالات

مودي د کشمیر د خومختارۍ تر لغوه کېدو وروسته په لومړي ځل دغې سیمې ته ولاړ 


د هند صدراعظم نریندرا مودي په کشمیر کې
د هند صدراعظم نریندرا مودي په کشمیر کې

د هند صدراعظم نریندرا مودي په تېرو دریو کلونو کې په لومړي ځل نن یکشنبه اپریل ۲۴ (غوايي څلورمه) جمو او کشمیر ته ولاړ او هلته یې له خلکو سره د سولې او انکشاف ژمنه وکړه.

دا د هند له لوري د کشمیر د خودمختارۍ له لغوه کېدو او هلته د سختو امنیتي قیوداتو له لګول کېدو وروسته لومړی ځل دی چې ښاغلی مودي دغې سیمې ته، چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي،‌ سفر کوي.

نوموړي هلته په خپلو خبرو کې وویل: «غواړم د دغې درې [کشمیر] ځوانانو ته ووایم چې دوی نباید هغه ستونزې او مشکلات وګالي چې پلرونه او نیکونه یې وسره لاس او ګریوان وو.»

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د ښاغلي مودي په مشرۍ د هند ملتپاله حکومت په کشمیر کې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره هلته خپله حاکمیت غښتلی کړی دی. پاکستان هم د کشمیر د مالکیت دعوه لري.

ښاغلي مودي د ۲۰۱۹ د اګست په میاشت کې د کشمیر محدوده خودمختاري لغوه کړه چې له کبله یې ځینې مخالفتونه وشول او زرګونه معترضین ونیول شول.

ښاغلی مودي د جمو د پالي سیمې ته، چې اکثریت وګړي یې هندوان دي، هم ولاړ او هلته یې د سفر په مهال کلک امنیتي تدابېر نیول شوي وو. نوموړي د سړک جوړونې او برېښنا څو پروژې پرانیستلې او وویل چې حکومت یې دا نا ارامه سیمه د سوکالۍ په لوري روانه کړې ده.

د هند حکومت وايي د کشمیر محدوده خودمختاري یې ځکه لغوه کړه چې هلته پانګونې او پرمختګ ته لاره پرانیستل شي چې د څو لسیزو جګړو او نا امنیو له کبله دا کارونه نه دي شوي او په تاوتریخوالي کې یې زرګونه کسان وژل شوي دي.

دا مهال په جمو او کشمیر کې د هند شاوخوا ۵۰۰زره امنیتي ځوکونه دیره دي او له دې پلوه دا په هند کې تر ټولو لویه پوځي سیمه بلل کېږي.

په سیمه کې امنیتي چارواکي وايي چې د کشمیر د خودمختارۍ له ختمېدو وروسته هلته تاوتریخوالی کم شوی، خو بیا هم له ۲۰۱۹ راپدیخوا لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه وژل شوي چې امنیتي ځواکونه، اورپکي او ولسي خلک په کې شامل دي.

هندي چارواکي وايي لا هم د کشمیر ځینې ځوانان له اورپکو ډلو سره یو ځای کېږي چې د ا منیتي‌ ځواکونو په مقابل کې جنګېږي. اورپکو تېره اوونۍ د هند د امنیتي ځواکونو په یو بس باندې لاس بم ګوزار کړ چې یو پولیس افسر په کې ووژل شواو د چارواکو په خبره په متقابلو ډزو کې دوه مشکوک ترهګر هم ووژل شول.

XS
SM
MD
LG