د لاس رسي وړ اتصالات

چین پاکستان کې د خپلو اتباعو د قاتلینو په وړاندې د عاجل اقدام غوښتنه کوي


چین په خپل اوږدمهاله متحد پاکستان فشار اچولی څو په هغه هیواد کې د چینایي اتباعو امنیت تامین کړي او ډیر ژر هغه کسان عدالت ته راکاږي چې د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۶ د دریو چینایي ښوونکو په وژلو کې لاس لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوایي اومه) د ډیر وضاحت له ورکولو پرته وویل:"د وژل شویو چینایانو وینه باید بې ځایه نشي او کوم کسان چې ددې پیښې تر شاه دي ددې کار قیمت به ورکړي."

دا برید د کراچۍ په ښار کې د چین د انستیتوت د دروازې مخ ته هغه مهال وشو چې یوې ښځینه ځانمرګې برید کوونکې پرځان پورې تړلې چاودیدونکي توکي د چینیایي کارکوونکو د بس موټر مخ ته والوزول.

ددغه انستیتوت مشر هم د دریو وژل شویو چینایانو په منځ کې دی. یو پاکستانی چلوونکی او یو بل چینایي ښوونکی په دې پيښه کې ټپیان شوي‌ دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وي جیانژو په بیجینګ کې د پاکستان‌ له سفیر معین الحق سره په خبرو کې خپله "ژوره اندیښنه" څرګنده کړې ده.

په بیانیه کې ویل شوي:" هغه له پاکستاني‌ لوري څخه غوښتي‌ چې ډیر ژر د پیښې په اړه پراخ تحقیقات وکړي او د قانون په رڼا کې یې عاملین ونیسي او سزا ورکړي."

آزادي غوښتونکو بلوڅانو ددې برید مسولیت پر غاړه اخیستی او د بریدګرې عکس یې هم خپور کړی دی. پاکستان او متحدو ایالتونو دا ډله د ترهګر په توګه پیژندلې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په پاکستان کې به د هغه هیواد دیپلوماتیک ماموریت دوام ولري خو له اړوندو چارواکو یې غوښتي دي چې دا مسله په منظم ډول تعقیب کړي، د ټپیانو درملنه وکړي او ښکیل کسان په قاطعیت سره وځپي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی او ژمنه یې کړې چې عاملین به یې به هر قیمت وي عدالت ته راکاږي. شریف د تسلیت د وړاندې کولو په هدف په اسلام آباد کې د چین سفارته ولاړ.

پاکستان، رقیب هیواد هند د پلوڅو آزادي غوښتونکو په ملاتړ او تمویل تورنوي هغه تورونه چې د نوې ډهلي له خوا رد شوي دي.

په جولای میاشت کې هم یوه ځانمرګي برید کوونکي د پاکستان په کوهستان سیمه کې د چینایي کارګرانو پر یوه موټر په برید کې نهه کارګران او درې پاکستاني ساتونکي ووژل. دا کسان د اوبو یوه بند ته چې د چین له خوا تمویل شوی دی، پر لار وو چې برید پرې وشو. دا په پاکستان کې د چینایي اتباعو د وژل کیدو ستر رقم وو.

XS
SM
MD
LG