د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د ښځو لپاره حجاب یو شرعي امر دی 


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (غبرګولي اول) په خپل ټویټر لیکلي چې حجاب یو شرغي امر دی چې "افغان میرمنو یې تل په پوره ویاړ مراعات کړی" دی.

د ښاغلي کرزي دغه څرګندونې یواځې څو ورځې وروسته له هغه بیانیږي چې هغه د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکه وویل چې بورقه او د ښځو د څیرې پټول د اسلامي حجاب او د افغانستان له فرهنګ سره تړاو نلري او په تلویزیونونو کې ښځینه ویاندویانو ته نه ښایي چې خپل مخونه پټ کړي.

ښاغلي کرزي د سي ان ان سره په مرکه کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د تلویزیونونو ویاندویانې د مخ پټولو په اړه د طالبانو د امر اطاعت وکړي او که نه وویل: "نه! هغوی نه ښایي چې [د طالبانو د امر اطاعت] وکړي، ځکه د حجاب او افغاني فرهنګ سره اړه نلري. هغوی [د تلویزیون ویاندویانې] باید اطاعت ونه کړي.''

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او د اطلاعات او فرهنګ وزارتونو په یو تازه اقدام کې د افغانستان تلویزیونونو ته امر کړی چې له دې وروسته ښځینه ویاندویانې په تلویزیون کې د راڅرګندیدو پر وخت خپل مخونه پټ کړي.

د ښاغلي کرزي څرکندونې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له غبرګون سره مخامخ شوې. دغه وزارت د شنبې په ورځ په یو ټویټ لیکلي وو چې "د کرزي څرګندونې د تبصرې وړ ندي. هغه په تیرو ۲۰ کلونو کې د پردیو د خوشحاله کولو لپاره د افغان خویندو لپاره د هر ډول ازادۍ او هغې ته د زمینې برابرولو غوښتونکی و."

دې وزارت همداشان کرزي ته په خطاب کې لیکلي و چې پخوانی ولسمشر سره له دې چې دغه ډول ازادۍ په افغانستان کې نورو ښځو ته غوښتلې میرمن یې تر پایه په رسنیو کې ښاره نشوه.

ددغه وزارت د غبرګون څخه یوه ورځ وروسته ښاغلي کرزي په ټویټر ولیکل: "زه حجاب دیني وجیبه او د افغان میرمنو ملي جامه ګڼم، البته ما یې یوازې په کیفیت خبره کړې. باید غلط تعبیر ونشي زموږ خویندې او لورګانې د حجاب پوره مراعات کوي خو په عین وخت کې حکومت [طالبانو] ته مشوره ورکوم چي په دې اړه دې له حکمت او نرمي څخه کار واخلي."

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر، د فرانس پرس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل که په تلویزیونونو کې ښځینه ویاندویانې دغه امر مراعت نکړي په بل ګام کې به دوی د رسنیو د مسولینو او د ښځینه ویاندویانو له کورنیو سره خبرې وکړي.

هغه همدا شان وویل چې د طالبانو د امر د نه منلو د دوام په صورت کې به د رسنیو مسولین او د ښځینه ویاندویانو ولیان مجازات شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره دغې ډلې په تدریج سره خپل سخت دریځه قوانین پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو باندې وضع کړي دي: هغه اقدامات چې د متحده ایالاتو په ګډون د لویدیځ، هیوادونو د انتقادونو سره مخ شوی دی.

طالبانو په خپلې تیرې واکمنۍ کې (۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱) میلادی پورې ښځې د کار او زده کړو له حق څخه محرومې کړې وې او په تیرو نهه میاشتو کې چې پر افغانستان بیا واکمن شوي ددې ډلې کړنې ښیي چې دا ډله یو ځل بیا د خپل تیر حکومت په څیر د سختو قواعدو د پلي کولو په لټه کې ده.

XS
SM
MD
LG