د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د نجونو د ښوونځیو بندولو تصمیم نه منو


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د بي بي سي له انګلیسي څانګې سره په یوې تازه مرکې کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه ویلی دي «دا هغه څه دي چې موږ یې نغواړو. موږ غواړو چې دا [د طالبانو دا پرېکړه] دې بدله شي. موږ غواړو چې افغانې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي».

طالبانو د خپلو ژمنو خلاف له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او معلومه نه ده چې کله به بېرته پرانیستل کېږي.

ښاغلي کرزي د طالبانو د حکومت دا پرېکړه «د تاسف وړ» او د «توقع خلاف» وبلله او ویې ویل: «هېڅ امکان نلري چې افغانستان دې ښوونځیو ته د نجونو له ورتګ پرته وپايي- داسې امکان نلري. د افغانستان خلک به دغه کار ته اجازه ورنکړي. زه مطمین یم چې د نجونو ښوونځي به بېرته پرانیستل شي ځکه چې د افغانستان خلک یې غواړي او دا یې څرګنده غوښتنه ده».

نوموړي وویل افغانانو او دیني عالمانو د دغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی او په خبره یې دغه غبرګون «موږ ته ډاډ راکوي چې دا فشارونه به ښوونځیو ته د نجونو د بیا ورتګ لامل شي».

د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو استازو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۱ (غوايي لومړۍ) په کابل کې په یوې غونډې کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په ښوونځیو لګول شوی بندیز لېرې کړي او د هغوی د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي. دوی وویل چې د نجونو د تعلیم ممانعت به بد او نه جبرانېدونکي عواقب ولري.

د طالبانو مشرانو په ښکاره د دغه کار لپاره کوم دلیل نه دی وړاندې کړی خو د دوی د حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان امریکا غږ ته ویلي دي چې د طالبانو په مشرتابه کې تر شپږم ټولګي ور پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه بحثونه روان دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا خبره هم وکړه چې له طالبانو سره یې ملاقاتونو کې پوه شوی دی چې هغوی هم غواړي د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

نوموړي وویل چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو د پرېکړې علت لا معلوم نه دی او تاکید یې وکړ چې باید دا پرېکړه ژر بدله شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي دي چې «زده کړې باید د سیاست یرغمل» نشي.

د یونیسف د نړیوال ملاتړ او اړیکو مدیرې پلوما اسکودرو د شنبې په ورځ ناوخته اپرېل ۲۳(غوايي درېیمه) په کابل کې د نجونو له یو ښوونځي څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې څه باندې یوه میاشت کې کیږي تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ بند دي او باید پرانیستل شي.

طالبانو په خپلې لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې هم د نجونو ښوونځي تړلي وو او ښځو ته یې د کار، سیاسي او مدني فعالیت اجازه نه ورکوله.

XS
SM
MD
LG