د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین کې د جګړو شدت؛ په مسکو د نویو بندیزونو بېړنۍ غونډه 


د اوکراین جګړه
د اوکراین جګړه

د روسیې ځواکونو نن دوشنبه مۍ ۳۰ (غبرګولي نهمه) د اوکراین په ختیځ کې د «سورودونیتسک» د مرکز په لوري حرکت پیل کړ او په همدې حال کې ولسمشر ویلادمیر زیلیسنکي ځان چمتو کوي چې‌ د اروپايي ټولنې په اضطراري غونډه کې د مسکو د تیلو په وارداتو د بندیز غوښتنه وکړي.

اټکل کېږي چې ښاغلی زیلینسکي به د اروپايي ټولنې په مشرانو فشار راوړي چې له روسیې څخه د «تیلو واردات بند» کړي.

نوموړی په مسکو باندې د نړیوالو بندیزونو زیاتول غواړي.

د ارو پايي ټولنې مشران هڅه کوي چې په روسیې باندې د بندیزونو په شپږم پړاو کې یو جوړ جاړي ته ورسېږي، د بندیزونو په اړه د اروپايي ټولنې د غړو په منځ کې د نظر اختلافات شته او هنګري په دې اړه مقاومت کوي.

اختلاف چېری دی؟

د فرانسې خبري اژانس وايي‌ چې د هنګري صدراعظم ویکتور اوربن د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره نژدې روابط لري او د هغه د مقاومت له کبله په روسیې باندې د بندیزونو شپږم پړاو له ځنډ سره مخامخ شوی دی.

د اروپايي ټولنې استازو تر غونډې مخکې په هنګري‌ باندې ډېر فشارونه راوړل چې د روسیې په تیلو باندې بندیزونه ومني.

هنګري چې په وچه کې اېسار هېواد دی د نفتو له پلوه په روسیې باندې متکی دی او د «دروژبه» پایپلاین له لارې ورته تیل انتقالېږي.

دغه هېواد له اروپايي ټولنې څخه د لږ تر لږه څلورو کلونو لپاره د ۸۰۰ میلیون یورو [۸۶۰ میلیون ډالر] غوښتنه کړې چې خپلې تصفیه خانې ورغوي او د بدیلې لارې موندلو لپاره د خپل پایپلاین ظرفیت لوړ کړي، هاغه کار چې کروشیا کړی دی.

د اروپايي ټولنې یو چارواکي‌ دفرانسې خبري اژانس ته وویل چې د «دروژبه» پایپلاین په روسیې باندې د نویو بندیزونو په لست کې شامل نه دی.

پرمختګ او شا تګ

په همدې حال کې د روسیې ځواکونو د دونباس په سیمې باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او‌ د «سورودونیتسک» او «لیسيچانسک» په دوو ښارونو یې فشارونه زیات کړي دي.

روسیې ونشوه کولای چې د جګړې د پیل په لومړیو کې د اوکراین مرکز کیف ونیسي او اوس یې ځواکونو خپل تمرکز محدود کړی او دا ښارونه یې د توغندیزو او میزایلو تر بریدونو لاندې نیولي دي چې کنترول یې ترلاسه کړي.

د لوګانسک والي سرګي ګایدای په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ښار «وضعیت ډېر سخت» دی او «روسان د سورودونیتسک منځ ته پرمختګ کوي» او جګړه روانه ده.

ولسمشر زیلیسنکي په خپلې ورځنۍ وینا کې د سورودونیتسک د وضعیت په اړه وویل: «ټول اساسي تاسیسات وار دمخه ویجاړ شوي‌ دي... د ښار له دوه-درېیمې برخې زیاتې استوګنې ړنګې شوې دي.»

په دغه ښار کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان پاتې دي‌ او یو سیمه ایز چارواکي ویلي چې د توغندیو د «دوامداره بریدونو» له کبله څوک له سیمې نه وتلی شي او نه داخلېدای شي او اوبه هم قطع شوي.

د روسانو د شړلو ادعا

د اوکراین پوځ وايي چې د هېواد په ختیځ کې د خېرسون په سیمه کې یې د روسیې ځواکونه په شا تمبولي‌ دي.

اخوا ته د روسیې تر کنترول لاندې د «میلیتوپول» په ښار کې روسي پلوه مقامات وايي‌ چې په یوې چاودنې کې دوه تنه ژوبل شوي او مسئولیت یې په کیف اچوي.

په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره کاتېرین کولونا کیف ته تللې ده چې د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زیلیسنکي سره وویني.

نوموړې د بوچه ښارګوټی هم ولیده چې روسي ځواکونه په کې په جنګي جنایاتو او قتل عام تورن شوي دي. دا په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، هغه هېواد ته د فرانسې د داسې یوې لوړ پوړې مقام لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG