د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني‌ د روسیې منتقدینو ته د ویزو ورکولو بهیر اسانوي 


د شېنګن ویزه
د شېنګن ویزه

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په یو لړ نویو شرایطو د موافقې په اساس به د روسیې د حکومت منتقدینو ته د ویزو د ورکولو بهیر اسان او چټک کړي چې په جرمني کې ژوند وکړي.

د نویو مقرراتو په اساس د مدني ټولنو استازي‌ او خبریالان، چې د روسیې له فشار سره مخامخ دي، له دغه پروګرام څخه برخمن کېدای شي.

د جرمني‌ د کورنیو چارو وزارت ویاند نن دوشنبه مۍ ۳۰ (غبرګولي نهمه) په خبري‌ کنفرانس کې وویل چې د بشري‌ حقونو فعالان، له جرمني سره د تړاو لروونکو نادولتي‌ او مدني ټولنو کارکوونکي، خبریالان او محققین، چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ضد یې غږ اوچت کړی، په جرمني کې د ډېر وخت اوسېدو لپاره واجد شرایط دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس د دغه اقدام یو هدف دا دی چې د ویزو ترلاسه کولو بهیر او په جرمني کې د ډېرو وخت اوسېدو لپاره شرایط اسان شي. اوس د «شېنګن» د ویزې په اساس سیلانیان تر ۹۰ ورځو پورې په جرمني کې پاتې کېدای شي.

وزارت وايي نپوهېږي چې له دغه پروګرام څخه به څومره خلک ګټه واخلي خو ټینګار کوي چې عریضه کوونکي باید معتبر معلومات وړاندې کړي. جرمني تر دې مخکې هم د اوکراین پناه غوښتونکو ته خپلې دروازې پرانیستې وې.

د جرمني چارواکي ټېنګار کوي غواړي ډاډه شي چې له دې لارې جرمني‌ ته جاسوسان او نور نا مطلوب افراد داخل نشي.

تر دې مخکې جرمني له اوکراین سره د دوه میلیارد یورو نظامي مرستې خبر ورکړی و.

د جرمني یو چارواکي څه موده مخکې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې برلین غواړي خپلې بهرنۍ مرستې «دوه میلیارد یورو» ته ورسوي ‌چې ډېره برخه به یې د پوځي مرستو په چوکاټ کې اوکراین ته ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG