د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د نه اعلان شویو اټومي تاسیساتو په اړه د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس راپور "عادلانه" ندی


ایران د سه شنبې په ورځ مې ۳۱ (غبرګولي ۱۰) ددغه هیواد د نه اعلان شویو اټومي تاسیساتو په اړه د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس راپور (ناعادلانه) وباله او هغه یې وغانده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیبزاده وویل:‌" له بده مرغه دا راپور د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس ترمنځ د مذاکراتو واقعیت ته انعکاس نه ورکوي."

د ښاغلي خطیبزاده دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس په ایران کې د دریو نه اعلان شویو اټومي مرکزونو راپور ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس تازه راپور ته په اشارې وویل :"دا (راپور) عادلانه او متوازن ندی. موږ هیله من یو دا مسیر اصلاح شي."

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس په دې راپور کې ویلي تر اوسه هم د ایران په دریو اټومي مراکزو مریوان، ورامین او تورقوز آباد کې د هغو موادو په اړه چې کارول کیږي، پوښتنې موجودې دي. دا هغه مراکز دي چې د ایران له خوا اعلان شوي ندي.

د یاد راپور پر اساس، له ډیره وخته هڅې روانې دي څو ایراني چارواکي د هغو اټومي‌ موادو په اړه وضاحت ورکړي چې په دې مراکزو کې کارول کیږي، خو تهران تر اسه دې پوښتنو ته د ځواب ورکولو په برخه کې ناکام دی.

ایران او د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې هوکړه وکړه چې په نه اعلان شویو اټومي مراکزو کې رامنځ ته شوی مشکل هوار کړي خو دا موضوع تر اوسه هواره شوې نده.

ټاکل شوی ده د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس رئیس رافایل ګروسي راتلونکې اوونۍ ددغو مراکزو په اړه د خپلو نتایجو راپور ورکړي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس پر راپور پوره باور لري او ټینګار یې کړی چې ایران باید په دې اړه له ځنډ پرته ډیره همکاري وکړي.

د ایران او نړۍ ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شو. په قرار داد کې د ایران د اټومي فعالیتونو د کمیدو په بدل کې پر هغه هیواد د نړۍ د بندیزونو د کمیدو ژمنه شوې وه.

خو امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت پرمهال له قرار داد څخه ووتله او د ایران د تیلو په ګډون یې پر هغه هیواد سخت بندیزونه ولګول.

د دغه مطلب په لیکلو کې د فرانسې خبري آژانس له راپور څخه ګټه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG