د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران "دښمن" له مظاهرو ناوړه ګټه اخیستل غواړي - خامنه يي

د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي د شنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولې ۱۳) وویل "دښمن" چې هدف یې متحده ایالات دي، هڅه کوي چې د ایران اسلامي جمهوريت د کمزوري کولو لپاره له اعتراض کوونکو څخه کار واخلي.

په وروستیو اوونیو کې د ایران په څو ښارونو کې خلکو د ژوند د لګښتونو د لوړېدو او اداري فساد له امله مظاهرې زیاتې شوي دي.

د خامنه یي دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د مې میاشتې په ۲۳مه نیټه د ایران په جنوب لویدیځ ښار آبادان کې تر کار لاندې یوه ودانۍ راوغورځیده چې له امله یې ۳۷ کسان ووژل شول.

دا پيښه د خلکو د اعتراضاتو لامل شوه او معترضینو په هغه هیواد کې د "بې کفایته" چارواکو د اعدام غوښتنه وکړه.

خامنه یي دغو اعتراضاتو ته په غبرګون کې په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل:"دښمن د خلکو په اعتراضونو سره هیواد ته د ضربې رسولو هڅه کوي او د رواني کار او فعالیت په مرسته او په مجازي فضا او پیسو او مزدورانو په روزلو سره او نورو بیلابیلو درواغو سره هڅه کوي چې د نظام په وړاندې خلک راوپاروي."

د ایران رهبر دغه څرګندونې د هغه هیواد د پخواني رهبر روح الله خمیني د ۳۳م تلین په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وکړې.

خمیني په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د ایران د وروستي پادشاه محمد رضاشاه د نظام په ړنګولو سره په هغه هیواد کې د اسلامي جمهوري بنسټ کیښود.

خامنه یي په خپلو وینا کې وویل له دین او روحانیت او اسلامي نظام څخه د ایران د خلکو د مخ اړولو په اړه د امریکا او غرب برداشت ، د هغوی د ناسمو محاسباتو نمونه ده کوم چې پخوا یې هم دا ډول محاسبات کړي دي.

د ایران دغه جګپوړي چارواکي وویل:"د هغوی د نن محاسبات د هغوی د پخوا بشپرې غلطې محاسبې دي، کوم چې فکر یې کاوه د ایران ملت د اسلامي جمهوري پر ضد تحریک کړي."

خامنه یي د هغه هیواد په آبادان ښار کې د ۱۰ پوړیزې ودانۍ د ړنګیدو په اړه وویل، باید د آبادان د قضیې د ویجاړیو او د نورو قضایاوو عاملین مجازات شي.

په آبادان کې د سیمه ایزو چارواکو په وینا، د یاد ښار د اوسني او دوو پخوانیو ښاروالانو په ګډون ۱۳ کسان د یادې ودانۍ د ړنګیدو په ارتباط نیول شوي دي.

وروسته له هغه چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول د ایران او نړۍ له اټومي قرار داد څخه ووتله او پر هغه هیواد یې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول، د ایران اقتصاد له ماتې سره مخ شوی دی او پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د نورو هیوادونو په شان په ایران کې هم د توکو بیې لوړې شوي‌ دي.

ایران په تیرو کلونو کې د ژوند کولو د مصارفو د لوړیدو له امله د پراخو اعتراضونو سره مخ شوی دی په خاص ډول کله چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د تیلو قیمت لوړ شو.

ایراني چارواکو په هغه وخت کې وویل چې د مظاهرو له امله ۲۳۰ کسان ووژل شول، خو ملګرو ملتونو څرګنده کړه چې په مظاهرو کې ۴۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

This item is part of
XS
SM
MD
LG