د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال: له اوکراین سره به اغیزناکې مرستې روانې وي


جنرال مارک میلي
جنرال مارک میلي

د امریکا د متحدو ایالتونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي وايي چې امریکا او متحدین به یې له اوکراین سره «اغیزناکې» مرستې روانې ساتي.

جنرال مارک میلي د اسوشیتډپرس سره په ځانګړي مرکې کې وویل چې په اوکراین باندې د روسیې په یرغل سره هغه اصول کمزوري کړي چې ایتلافیانو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ټاکلي وو.

نوموړي په دویمې نړیوالې جګړې کې په جرمني نیازیانو باندې د ایتلاف ځواکونو د یرغل د ۷۸ کال په مناسبت خبرې کولې.

ښاغلي میلي وویل چې د نړۍ د نظم او دسپلین یو اساسي اصل دا دی چې « هېوادونه د ځان له دفاع پرته په نورو هېوادونو باندې د خپل پوځ په واسطه یرغل نشي کولای» خو په خبره یې هغه څه چې په اوکراین کې وشول، «یوه ښکاره او له ابهام څخه لېرې د یرغل عمل» دی.

نوموړي وویل چې د روسیې دا عمل د هغو عسکرو د سرښندنۍ په خلاف دي او «هغوی د همدغه نظم لپاره قرباني ورکړه چې موږ غوره سوله» ولرو.

هغه زیاته کړه: «له همدې کبله د اروپا ملتونه او د ناټو ملتونه له اوکراین سره د مرګوني [وسائیل] او غیر مرګوني [وسایلو] مرسته کوي چې ډاډه شي د دغو اېښودل شویو اصولو ننګه وشي.»

د ۱۹۴۴ د جون په شپږمه نېټه د ایتلاف شاوخوا ۷۰۰۰ سرتېري په کښتیو کې د فرانسې سواحلو ته انتقال شول او په یوه ورځ کې د ایتلاف ۴۴۱۲ سرتېري ووژل شول چې ۱۵۰۱ یې امریکایان وو. څه باندې ۵۰۰۰ نور ژوبل شول. په دې جګړې کې د جرمني زرګونه سرتېري هم ووژل شول او ژوبل شول چې په پایله کې هیټلر مات او دویمه نړیواله جګړه ختمه شوه.

د همدغې ورځې په مناسبت په جوړ شوي پروګرام کې د امریکا، بریتانیا، کاناډا او ځینو نورو هېوادونو یو شمېر متقاعد او مسن سرتېري راټول شوي وو.

اسوشیتډپرس له ښاغلي میلي څخه وپوښتل چې ایا له اوکراین سره کافي مرستې کېږي؟ هغه وویل: «په دونباس کې ډېره ډېره مهمه جګړه روانه ده، خو کیف خوندي دی او په بریالي ډول ترې دفاع شوې. روسان مجبور دي چې په دونباس کې خپل سرتېري د جنوب په لوري روان کړي او موږ به یې وګورو چې څه نتیجه ورکوي. زما په بارو متحده ایالتونه او د ایتلاف هېوادونه اوکراین ته اغیزناکې مرستې ورکوي او دا مرستې به روانې وي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د کیف خلک هماغسې ډار او ترهه تجربه کوي چې په دویمې نړیوالې جګړې کې د جرمني نازیانو په مهال خلکو تجربه کوله.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ. امریکا او ناټو دا برید غندلی ان له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG