د لاس رسي وړ اتصالات

زیلنسکي: په جګړه کې هره ورځ کابو ۱۰۰ اوکرایني پوځيان وژل کیږي


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وایي اوکراین له روسیې سره په جګړه کې هره ورځ تر ۱۰۰ پورې پوځيان له لاسه ورکوي او د ۵۰۰ په شاوخوا کې ټپیان کیږي.

ښاغلي زیلنسکي د امریکا له "نیوز مکس" سره په مرکه کې چې نن چهار شنبې جون لومړۍ "غبرګولي ۱۱" خپره شوه وویل د اوکراین په ختیځ کې وضعیت ډیر ستونزمن دی.

د اوکراین ۴۴ کلن ولسمشر د خپلې مرکې په ترځ کې زیاته کړه:"موږ په یوه ورځ کې ۶۰ تر سلو پورې پوځيان له لاسه ورکوو او ۵۰۰ نور کسان په جګړو کې ټپیان کیږي."

د تلفاتو دغه ستر رقم په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي په بشپړ ډول د لوهانسک سیمې د نیولو لپاره د پیاوړې روسیې مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې روسیه له اوږدې کلابندۍ او سختو هوایي او ځمکنیو بریدونو وروسته پر سیورودونتسک ښار د کنټرول خپلولو ته نږدې شوې ده.

زیلنسکي وویل د اوکراین په ختیځ کې د خپلې دفاعې کرښې ساتلو ته دوام ورکوي.

د جګړې له ډګر څخه نښې نښانې ښکاره کوي چې روسیې هم د پام وړ تلفات درلودلي دي.

د اوکراین حکومت تیره اوونۍ اټکل وکړ چې روسیې د فبروري په ۲۴ نیته پر اوکراین د برید له پیل څخه تر اوسه پورې ۳۰ زره پوځیان له لاسه ورکړي‌ دي.

له اوکراین سره د لودیځ مرستې ددې لامل شوې چې یاد هیواد د پلازمینې کیف په ګډون په یو شمیر سیمو کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي. له همدې وجې روسیې اوس د اوکراین په ختیځو او جنوبي برخو خپل بریدونه زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا نن له اوکراین سره د ډیرو وسلو د مرستې خبر ورکړ.

ملګرو ملتونو اټکل کړی دی چې پر اوکراین د روسیې د نظامي برید له پیل څخه تر اوسه پورې په هغه هیواد کې شاوخوا ۴۰۰۰ ملکي کسان وژل شوي ، څه باندې شپږ میلیونه نور اوکراینیان د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي او ۷.۷ میلیونه نور په کور دننه بیځایه شوي دی.

XS
SM
MD
LG