د لاس رسي وړ اتصالات

تر څو چې طالبان موقف بدل نکړي، په رسمیت به ونه پېژندل شي -انالینا


د جرمني‌د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیرباک
د جرمني‌د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیرباک

د جرمني‌ د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک نن سه شنبه جون اوومه (غبرګولي۱۷) پاکستان ته د خپل سفر په مهال وویل چې د طالبانو په حاکمیت کې افغانستان په ښه لوري روان نه دی.
طالبان

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، خو لا هم نړیوالې ټولنې د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک وویل: «تر څو پورې چې طالبان په دې لارې روان وي، د افغانستان د مشروع حاکمانو په توګه د هغوی د رسمی پېژندلو او د روابطو د عادي کولو لپاره به کوم فرصت موجود نه وي.»

نوموړې وویل چې د طالبانو له کبله خلک بې وزلي شوي او کړیدلي‌ او نړیواله ټولنه باید په یو غږ او واضح ډول طالبانو ته ووايي ‌چې په غلطې لارې روان دي.

میرمن بیرباک وویل: «میندې او پلرونه نپوهېږي چې څنګه خپلو اولادونو ته ډوډۍ برابره کړي. نجونې له تعلیم څخه بې برخې دي. ښځې تقریبآ په عادي ژوند کې له ګډون څخه اېستل شوي. د مخالفانو غږ په ظالمانه ډول خپ کېږي.»

له دې هر څه سره سره هغې وویل چې نړیواله ټولنه به افغانان هېر نکړي او زیاته یې کړه چې هغوی به له افغانانو او په خاص ډول له ښځو او نجونو سره، چې تر بل هر وخت اوس ډېرو مرستو ته اړتیا لري، همکاري او مرسته روانه ساتي.

په افغانستان باندې د طالبانو له حاکمیت وروسته دا هېواد له بشري بحران سره مخامخ شوی او ملګري ملتونه وايي چې ۹۵ سلنه افغانان کافي غذا او خواړه نلري.

د پاکستاني‌ رسنیو د راپور په اساس،‌ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له خپلې جرمنۍ سیالې سره په افغانستان کې د بشري بحران،‌ فقر او بې وزلې په اړه په تفصیل سره غږېدلی دی.

میرمن بیرباک ویلي دي چې په افغانستان کې روان کړکیچ له افغانستان څخه د باندې هم خپل اغیز لري او په خبره یې پاکستان هم ترې زیان وینی.

د دویچه وله د راپور په اساس میرمن بیرباک به هڅه کوي چې د بشري حقونو په برخه کې په افغان طالبانو فشار راوړي او همدا یې پاکستان ته د سفر مهمه مسئله هم بلل کېږي. نوموړې تېره ورځ وویل چې په افغانستان کې له خطر سره د مخامخ افرادو د انتقال په برخه کې یې پاکستان مهم شریک دی.

د دې راپور په لیکلو کې د دویچه وله او پاکستان تربیون له معلوماتو استفاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG