د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سوریه کې د ترکیې احتمالي عملیاتو په اړه اندېښنه وښودله


د ترکیې سرتېري او د ترکیې له ملاتړه برخمن سوریایي جنګیالي د راس العین په سرحدي سیمه کې
د ترکیې سرتېري او د ترکیې له ملاتړه برخمن سوریایي جنګیالي د راس العین په سرحدي سیمه کې

د امریکا متحده ایالتونه اندېښنه لري چې شاید ترکیه د سوریې په شمال کې نوي تهاجمي عملیات پیل کړي، واشنګټن په دې اړه انقرې ته خبرداری ورکړی دی.

د لېري ختيځ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې بابرا لیف نن چهارشنبه جون اتمه (غبرګولي ۱۸) د متحدو ایالتونو د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته په دې اړه معلومات ورکړل.

هغې وویل: «موږ د ترکیې له لوري د سوریې په شمال کې د احتمالي عملیاتو د بیان په اړه ژوره اندېښنه لرو. موږ خپل دپلوماتیک تعامل زیات کړی چې مخه یې ونیسو.»

استازو له مېرمن لیف څخه وپوښتل چې ایا انقره به د واشنګټن د هلو ځلو له کبله له دغه هوډ څخه لاس په سر شي، هغې وویل: «زه اطمینان نشم درکولای چې هغوی [ترکیه] به دا کار وکړي.»

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس ترکیه د مۍ له میاشتې راهېسې د سوریې په شمال کې د کردي جنګیالیو په ضد د عملیاتو د پیلولو ګواښونه کوي. په هغو ډلو کې چې ممکن ترکیه یې په نښه کړي د «خلکو د ساتنې قطعې» هم شاملې دي چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف یې د داعش جنګیالیو په ضد ننګه کوي.

واشنګټن په وار وار د دغو عملیاتو د پیلولو په اړه خبرداری ښودلی او ویلي دي چې په دې کار سره به سیمه بي ثباته او د «جهادیانو» په ضد هڅې له خطر سره مخامخې شي.

دا مسئله داسې مهال مخې ته راځي چې ترکیې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب سره هم مخالفت ښودلی دی. ترکیه د ناټو غړې ده.

فنلنډ او سویډن په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د ناټو د غړیتوب اخیستلو هلې ځلې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG