د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له زمبابوې څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن مې ۱۴ (غبرګولی ۲۴)، کوربه ټیم زمبابوې ته، په درېیمه شل اوریزه سیالۍ کې هم ماتې ورکړه.

په نننۍ لوبه کې افغانستان مقابل ټیم ته د ۱۲۶ منډو موخه وټاکله خو زمبابوې هدف ته ونه رسید او ټول لوبغاړي یې د ۹۰ منډو له کولو وروسته وسوځېدل.

د افغانستان د توپ وهنې په برخه کې، محمد نبي د ۳۱ منډو په کولو سره تر نورو وړاندې وو. احسان الله او افسر ځاځي هم په خپل وار ۲۰ او ۲۴ منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې نور احمد په څلورو اورونو کې د زمبابوې څلور لوبغاړي وسوځول او یوازې لس منډې یې ورکړې. شرف الدین اشرف هم ښه توپ اچونه وکړه. هغه په څلورو اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او د مقابل لوري دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان او زمبابوې تر منځ لمړنۍ او دوهمه شل اوریزه سیالي هم افغانستان ګټلې وه.

افغانستان زمبابوې ته په یو ورځنۍ سیالیو کې هم درې د صفر په وړاندې ماته ورکړې وه او د کرکټ ۲۰۲۳ کال جام ته د رسیدو دپاره یې دیرش ارزښتناک پواینټونه ترلاسه کړي وو.

افغانستان دا وخت د دیارلسو ټیمونو په درجه بندۍ کې د ۱۰۰ نمرو په لرلو سره، په دوهم مقام کې دی.

بلخوا، د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د آسیا جام د غوراوي سیالیو په لړ کې د کمبوډیا د ټیم سره خپله درېیمه سیالي په دوه دوه ګولونو وهلو سره، مساوي پای ته ورسوله.

د افغانستان د فوټبال ټيم خپلې دوه لومړۍ سیالۍ چې هند او هانګ کانګ سره درلودې، بایللې وې.

XS
SM
MD
LG