د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال پروګرام له اړمنو افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ


د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسېدو خبر ورکړی او وايي، یوازې تیره میاشت یې په نیمروز، غور او لغمان ولایتونو کې له څه باندې ۷۰۰زره کسانو سره مرستې کړي دي.

یاد پروګرام د سې شنبې په ورځ جون ۲۱ (غبرګولې ۳۱) ویلي چې ملګرو ملتونو د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو هڅې زیاتې کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو په اساس دغه سازمان تېره میلادي میاشت په نیمروز ولایت کې له ۱۰۰زره کسانو سره بشري مرستې کړي دي. د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې تازه یې د نیمروز ولایت یوې لیري پرتې ولسوالۍ خاشرود کې اړمنو خلکو ته بشري مرستې رسولي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د راپورونو له مخې، دغه هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و که چیرې په دغه هېواد کې له اړمنو کسانو سره مرستې ونشي، شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان به له بشري ناورین سره مخامخ شي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې په خپل یو راپور کې ویلي و چې د افغانستان شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي سخته لوږه تجربه کوي او د دغه هېواد ۹۵ سلنه وګړي کافي غذا نلري. ددغه سازمان په وینا، ۱۰ میلیون افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه د غور ولایت په ځینو برخو کې هم له اړمنو خلکو سره د مرستې خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، د دغه ولایت اړمنو کسانو ته یې غذايي مواد او نورې اړینې مرستې رسولي دي.

د دغه پروګرام په وینا، د غور په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې له ۱۰۰۰ کورنیو سره بشري مرستې شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی دی چې یوازې په مۍ میاشت کې په غور ولایت کې ۶۰۰زره کسان له بشري مرستو څخه برخمن شوي دي. دغه سازمان همدارنګه په لغمان ولایت کې هم له اړمنو کورنیو سره د مرستې خبر ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام درناوی کړې او له دغه هېواد سره یې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

دغه ادارې په دې وروستیو کې ویلي چې د روان میلادي کال له پيل څخه تر اوسه یې په افغانستان کې دوه میلیون اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام مشر دیوید بیسلي مخکې ویلي وو چې د جون په میاشت کې ۱۸ میلیون افغان وګړي خوړو ته بېړنۍ اړتیا لري، خو په خبره یې، دغه اداره مرستو رسولو لپاره کافي بودیجه نلري.

هغه د مۍ پر ۳۱مه ویلي وو چې د خوړو نړیوال پروګرام اوس مهال یوازې ۱۰ میلیون اړو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره بودیجه لري. ښاغلي بیسلي ویلي وو چې په افغانستان کې د عاجلو مرستو د رسولو لپاره ۱.۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG