د لاس رسي وړ اتصالات

خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې ۱۸ میلیون خلک خوړو ته عاجل ضرورت لري


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په جون میاشت کې ۱۸میلیون افغانان خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا لري، خو وايي دغه سازمان یوازې د ۱۰ میلیون خلکو لپاره پیسې لري.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیوي مدیر ډیویډ باسلي د سه شنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولې لسمه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له دې سره هم مهاله د خوراکي او سونګ توکو بیې او انتقال هم د لوړېدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړې چې یاد سازمان د اړمنو خلکو اړتیاو ته د رسېدو لپاره ۱.۲میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې اداره په یوه ګډ راپور کې ویلي چې اوس مهال د افغانستان نژدې ۲۰ میلیون خلک چې د دغه هیواد شاوخوا نیمايي نفوس کیږي له سختې لوږې سره مخامخ دي.

دغه راپور چې د مۍ نهمه (غوايي۱۹) خپور شوي پکې راغلي وو که څه هم بشري مرستو په ژمي کې د انساني فاجعې مخه ونیوله، خو زیاتوي چې اوس هم په دغه هیواد کې په بېساري ډول لوږه موجوده ده.

په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته نړیوالې ټولنې او مرستندوی هیوادنو له دغه هیواد سره خپلې مرستې بندې او یا هم کمې کړې چې له امله یې دغه هیواد له اقتصادي بحران سره مخامخ شو.

په افغانستان کې د وچکالۍ دوام، د کرونا ویروس اغېزې او د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل د دې لامل شوي چې د افغانستان په میلیونونو اوسېدونکي له لوږې او فقر سره مخامخ شي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په تیرو څلورو کلونو کې د وچکالۍ له امله په دغه هیواد کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي او د غنمو نژدې ۴۰ سلنه محصولات د وچکالۍ له امله له منځه تللي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې افغانستان د ۲.۵ میلیون ټن غنمو له کمبود سره مخامخ دی او یوازې د دغه هیواد پنځه سلنه وګړي کولای شي چې کافي غذا وخوري.

XS
SM
MD
LG