د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې درې قاچاقبر له ۲۵ کیلو نشه یي توکیو سره نیول شوي 


په هلمند کې درې قاچاقبر له ۲۵ کیلو نشه یي توکیو سره نیول شوي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

په هلمند کې د طالبانو ځايي مسئولین وایې چې کابل ته د لیږد پر مهال یې ۲۵ کیلو ګرامه شیشه چې یو ډول نشه يي مواد دي له درېیو متهمو قاچاقبرو سره یوځای نیولي دي.  

په هلمند کې د طالبانو ځايي مسئولین وایې چې کابل ته د لیږد پر مهال یې ۲۵ کیلو ګرامه شیشه چې یو ډول نشه يي مواد دي له درېیو متهمو قاچاقبرو سره یوځای نیولي دي.

د هلمند د نشه یې توکو پرضد د مبارزې د برخي مسئول ملا امان الله قاضي وایې چې دا نشه یې توکي د خپل ډول تر ټولو لوړه اندازه ده چې د دوی له لوري نیول کیږي.‌

دی زیاتوي چې دا نیول شوي نشه یې توکې د فراه ولایت له بکوا سیمي څخه د هلمند په لاره کابل ته لېږدول کیده چې دوی یې په اړه له مخکې پټ معلومات درلودل.

ملا امان الله قاضي وویل: ”یو موټر کې ۲۵ کیلو شیشه کابل او ننګرهار ته لږدول کېده چې د هلمند ولایت په اړوند دوراهي سیمه کې د زموږ د کشفي معلوماتو له مخې زمونږ انډیوالانو ونیوله چې درې تنه لیږدونکې یې هم ورسره یو ځای توقیف شوي دي“.

د هلمند د نشه یې توکو پرضد د مبارزې مسئول ملا امان الله قاضي وایې چې دوی د نشه یې توکو پرضد خپلي هڅي زیاتي کړي او هغه کسان په نښه کوي چې د نشه یې توکو په قاچاق کې لاس ولري.

هغه وویل: ”موږ د نشه یې توکو د قاچاق کونکو پرضد خپلي هڅي زیاتوو موږ په تېر کې هم تورن کسان نیولي او‌په راتلونکې کې هم ورته پام زیاتوو چې تر نیول کیدو وروسته به یې قضا په اړه پرېکړه کوي“.

د معتادینو د درملنې د مرکز ډاکټران وایې چې د نشه یې توکو د ځينو نورو ډولونو تر څنګ سېښه د اعتیاد تر ټولو ناوړه ډول دی چې په یو ځل څکولو سره یې معتاد کس له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ کیږي.

په ټولنه کې په نشه د روږدو کسانو د شمېر زیاتوالی تل یوه لوه ټولنیزه ستونزه بلل شوې.

زیاتره کورنی غوښتنه لري چې د نشه یې توکو د کوچنیو پلورونکو مخنیو پدې برخه کې اغېزمن ګام دی.

شیشه یا میتفیتامین د نشه یې توکو یو تر ټولو ګران بیعه ډول دی چې زیات شمېر ځوانان یې په استعمال روږدي هم دي.

XS
SM
MD
LG