د لاس رسي وړ اتصالات

سینګاپور کې د یو قاچاقبر د اعدام حکم ته د ملګرو ملتونو غبرګون: پدې حکم بیا غور وکړئ 


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر نن د اپریل ۲۵ (غوایي ۵) له سینګاپور وغوښتل چې د یو کیلوګرام چرسو د قاچاق په تور د یو سړي په اعدام "سمدستي بیا غور وکړي".

۴۶ کلن تانګاروجا سوپایا، وروسته له هغې چې د یو کیلوګرام چرسو په قاچاق تورن شو، ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ اعدام شي. سنګاپور د مخدره موادو پر ضد تر ټولو سخت قانون لري او په دغه هیواد کې د نیم کیلو چرس د قاچاق سزا مرګ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ دفتر وايي، د قاچاق وړونکو په اعدامولو سره د نشه يي توکو د قاچاق مخه نه شي نیول کېدای.

دغه دفتر د یوې اعلامیې په خپرړلو سره ویلي چې ددې قضایي پروسې په اړه اندیښنې شتون لري او د سینګاپور له چارواکو یې غوښتي چې د سوپایا د مرګ سزا عملي نکړي.

تر دې مخکې بریتانوي میلیاردر ریچارډ برانسن هم د سینګاپور له حکومت څخه غوښتي وو چې د سوپایا د اعدام حکم دې نه عملي کوي.

برانسن چې په ژنیو کې د مخدره موادو د پالیسي د نړیوال کمیسیون غړی دی، پرون یې په خپل بلاګ کې لیکلي چې د سنګاپور دغه وګړی د نیول کیدو پر مهال حتی نشه یي توکو ته نږدې هم نه و، او کیدای شي دغه هیواد یو بې ګناه کس اعدام کړی وي.

د سینګاپور د کورنیو چارو وزارت په ځواب کې ویلي چې د دغه سړي جرم ثابت شوی او په دې کې هیڅ شک نشته.

دغه وزارت ویلي چې برنسن د داسې څرګندونو په کولو سره د سینګاپور قاضیانو او جنایی قضایی سیسټم ته سپکاوی کړی دی.

د سینګاپور د ګاونډي هیواد تایلینډ په ګډون د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د چرسو لیږدول، پلور او کارول جرم نه ګڼل کیږي.

د بشري حقونو ډلو تل له سنګاپور څخه غوښتي چې د مخدره موادو د قاچاق لپاره د اعدام سزا لغوه کړي.

د تانګاروجا سوپایا کورنۍ د هغه د بیا محاکمې غوښتنه کړې.

که د دغه سنګاپوري د اعدام حکم عملي شي، دا به په تېرو شپږو میاشتو کې لومړی او په تېر یو کال کې دولسم اعدام وي.

XS
SM
MD
LG