د لاس رسي وړ اتصالات

 ایران کې مزدوري سخته وه، په نشو روږدی شوم - یو معتاد 

 ایران کې مزدوري سخته وه، په نشو روږدی شوم - یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

د وکیل په نوم په نشه يي موادو روږدی چې اوس په کابل کې د پلونو لاندې نشه يي مواد کاروي او اوسي وايي هغه مهال چې په ایران کې یې کار کاوه او کار یې سخت وو نو د وجود د نرمولو لپاره یې نشه يي مواد کارول چې اوس پوخ معتاد شوی دی.  

دغه معتاد وايي:”زه په ایران کې له ملګرو سره په دې واوښتم. هغوي چې به کار کاوه، ویل به یې چې له دې سره مو بدن داسې نرم دی، وروسته موږ هم ورسره شروع وکړه“.

وکیل وايي، د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسیدونکی دی خو کور ترې پاتې شوی او د معتادۍ له امله د کابل ښار د پلونو لاندې ژوند کوي.

هغه وویل: ”بیا په کور کې یوه دوه کاله څوک راباندې خبر نه وو. بعد له هغه بیا راباندې خبر شول. بس اوس مو نو کور هم خوشې کړی دی. راغلي یو. دلته په پلسوخته کې یم. له کوره دوی پسې را واخیستم. مجرد یم“.

هغه وايي خپل کور ورته یادیږي. دی په ډیرانونو ګرځي. کباړ ټولوي او له لارې یې ځان تمویلوي.

په نشه يي موادو دغه معتاد وايي، چې مواد ورته په اسانۍ د پل سوخته په سیمه کې رسیږي او د ورځې د شلو یا دیرشو افغانیو نشه يي مواد پیري.

د درملنې په اړه وايي، لا هم روغتون ته ندی تللی. زیاتوي: ”تر اوسه شفاخانې ته زه نه یم تللی نه برابر شوی یم. بل چې سړی له انډیوالانو لرې نه شي. بیا بېرته پرې روږدی کېږي“.

د کابل په ښار کې د وکیل په څیر ډیری داسې معتادین شته چې یو وخت ایران ته د مزدوریو لپاره تللي وو او له هغه ځای نه افغانستان ته په نشه يي موادو روږدي ستانه شوي دي.

شمیرنې په افغانستان کې په نشه د اخته وو شمیر اوس د پنځه ملیونو اټکل کوي.

XS
SM
MD
LG