د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو او ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ‌ نښته کې 'یو تن وژل' شوی 


د افغانستان او ایران سرحد
د افغانستان او ایران سرحد

د افغانستان په نیمروز کې طالب چارواکي وايي‌ چې په سرحد کې د طالبانو او ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې او لږ تر لږه یو تن په کې وژل شوی دی.

په نیمروز کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند بهرام حقمل رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دا پېښه د یکشبنې په ورځ جولاۍ ۳۱ (زمري نهمه) رامنځ ‌ته شوې ده.

نوموړي ویلي دي: «موږ یو مړی او یو ژوبل لرو. د جګړې علت لا معلوم نه دی.» هغه وضاحت ورنکړ چې وژل شوی کس څوک دی.

په ایران کې د هیرمند د سیمې والي میثم برازنده د ایران رسمي خبري اژانس فارس ته ویلي دي‌ چې اوس جګړه درېدلې ده او کوم تلفات نلري.

د تسنیم خبري اژانس وایي چې جګړه هغه مهال پيل شوه چې طالب جنګیالیو په داسې «یوې سیمې کې د خپل بیرغ درولو هڅه کوله چې د افغانستان برخه» نه وه.

لا د طالبانو د حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې وه.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، خو حکومت یې تر اوسه د پاکستان او ایران په ګډون د هیڅ یو هیواد له لورې په رسمیت ندی پیژندل شوی.

XS
SM
MD
LG