د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس د همجنسبازانو د واده لایحه تصويب کړه


د متحدو ایالتونو د کانګرس د استازو مجلس د سه شنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) د رایو په اکثریت سره داسې یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د همجنسبازانو او د مختلفو نژادونو د کسانو ترمنځ د واده محافظت کوي.

د استازو په مجلس کې د دیموکرات ګوند استازو په جدیت سره د همجنسبازانو او بیلابیلو نژادونو د افرادو ترمنځ د واده د ملاتړ په اړه جدي بحث وکړ. خو یو شمیر جمهوري غوښتونکو په روښانه د همجنسبازانو واده رد کړ او ویې ویل چې ددې لایحې تصویب په داسې وخت کې چې متحده ایالات له ګڼو جدي مشکلاتو سره مخ دي، غیر ضروري دی.

دا لاوجه اوس باید د قانون له مخې، د امریکا سنا مجلس هم تائید کړي. خو توقعات داسې دي چې دا لایجه به د امریکا په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکو له مخالفت سره مخ شي او برخلیک یې معلوم ندی.

د جوبایډن حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د همجنسبازانو او د بیلابیلو نژادونو د افرادو ترمنځ د واده کولو له لایحې ملاتړ کړی دی.

نظر پوښتنې ښکاره کوي اکثریت امریکایان د یو کس جنسیت ، نژاد، قوم ته په نه پام سره له یو کس سره د بل کس چې غواړي‌ واده ورسره وکړي، ملاتړ کوي.

د ګالوپ د نظر پوښتنې نتایج چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې خپاره شول‌، ښکاره کوي چې ۷۰ سلنه ډیره عمره امریکایان په پراخ ډول د همجنسبازانو له واده څخه ملاتړ کوي. هغوی فکر کوي چې دا ډول پیوند باید د قانون له مخې اعتبار ولري.

ددې نظر پوښتنې له مخې، د دیموکراتانو ۸۳ سلنه ملاتړي او د جمهوري غوښتونکو ۵۵ سلنه ملاتړي د همجنسبازانو له واده څخه ملاتړ کوي.

د ګالوپ د نظر سنجۍ له مخې، د تیرو شپږو لسیزو په نسبت اوس د بیلابیلو نژادونو د افرادو له وادونو څخه ملاتړ خورا زیات دی او ۹۴ سلنه خلک له داسې پیوند څخه ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG