د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د مشر نوي هدایات: په حکومتي کارکوونکو له واقعیته لېرې نقد د سزا وړ دی


طالب وسله وال د ښځو د یوې مظاهرې مخه نیسي.
طالب وسله وال د ښځو د یوې مظاهرې مخه نیسي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۱ (چنګاښ ۳۰) خپل مشر ملا هبت الله اخونزاده ته منسوب نوي‌ «هدایات» خپاره کړي او پلي کول یې د خلکو او رسنیو «شرعي مسئولیت» بلل شوي دي.

د ملاهبت الله اخونزاده دا نوي «هدایات» د طالبانو د حکومت «پر کارکونکو او مسئولینو د بې ځایه تورونو او د هغو د بې قدري کولو د مخنیوي په هکله» دي. په دې کې په «علماوو او حکومتي کارکوونکو له واقعیته لېرې نقد» کول، هغه که په «اشاره، وینا او یا بل څه وي، د سزا وړ بلل» شوي دي.

په اعلامیه کې په ښکاره ویل شوي ‌نه دي‌ چې «له واقعیته لېرې نقد» کول څه ډول وي، خو په ټولنیزو رسنیو او د تلویزون په بحثونو کې یو شمېر خلک او کارپوهان وخت ناوخت د طالبانو د حکومت په کړنو باندې تبصرې او انتقادونه کوي. په خاص ډول، د نجونو د تعلیم د مخنیوي، د ښځو او بشري حقونو په برخه کې په طالب واکمنانو کلک انتقادونه کېږي.

د بشري حقونو د ځینو سازمانو او رسنیو د راپورونو په اساس، طالبانو «ځينې هغه خلک هم نیولي، بندیان کړي‌ او شکنجه کړي دي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې پرې انتقادونه» کړي‌ دي.

د طالبانو د مشر په «نویو هدایاتو» کې دا ډول کړنې« منفي تبلیغات» ګڼل شوي‌ چې «په غیر شعوري توګه له دښمنانو سره مرسته » کوي، خو د «دښمنانو» په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی او نه یې د کومې ډلې یا شخص نوم اخیستی دی.

دا مهال په افغانستان کې د «مقاومت جبهه د طالبانو له حکومت سره وسله وال مبارزه» کوي او دغې ډلې په وار وار «طالبان د ولسي خلکو په نیولو، وژلو او ژوبل کولو» تورن کړي دي،‌ خو طالب چارواکو رد کړي دي.

د طالبانو د مشر په «هدایاتو کې» همدغه راز د طالبانو «کوم عسکر ته لاس اچول، یا یې جامې څیرل او یا هم بد رد ورته ویل،» د سزا وړ عمل بللی دی.

ځینې منتقدین په دې باور دي‌ چې د طالبانو په حکومت کې «هر طالب وسله وال د خپلې سیمې حاکم» ګڼل کېږي، چې دا کار یو ډول «بي‌ نظمي رامنځ ته کړې» ده، خو طالبان دا ادعا نه مني.

د طالبانو مشر په ښکاره رسنیو او خلکو ته ویلي‌ دي چې نوي «هدایات یې پلي» کړي او دا یې د هغوی «شرعي مسئولیت» ګڼلی دی.

د طالبانو د مشر نوې لارښوونې داسې مهال خپرېږي چې څه موده مخکې په کابل کې د «عالمانو په لویې غونډې کې» د هرات یو ملا مجیب الرحمن انصاري د غونډې له ګډونوالو وغوښتل داسې فتوا دې صادره کړي چې د طالبانو د حکومت د مخالفانو «سرونه دې غوڅ کړل» شي.

د بیان د ازادۍ خپه کول

د چارو ځینې شننونکي په دې بارو دي چې د طالبانو د مشر دا تازه لارښوونې د بیان او نظر د ازادۍ د لا خپه کولو او محدود کولو په مانا دي. ځینو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د مشر په دغو نویو لارښوونو انتقاد کړی دی.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد بیت الله حمیدي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي‌ چې دا و ضعیت به « په هېواد حاکم اختناق او وحشت نور هم غښتلای او ویره‌ونکی کړي. اوس به نو لکه د هټلر د وخت د دولتي کارکوونکو او ملایانو احترام جبري وي. د دوی په اړه وړه خبره او نقد به هم خلک زندان او شکنجو ته استوي... حتا زه به د همدې پست په خاطر باید زندان ته ولاړ شي».

نوموړي‌ همدغه راز لیکلي‌ دي چې «د دنیا په مخ هیڅوک هم له انتقاد څخه نه دی خلاص. هیڅ امیر یا بل هر انسان دومره نه دی مقدس چې باید انتقاد پرې ونشي.... دا د بیان د ازادۍ په تابوت ورستۍ میخ» دی.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد بیت الله حمیدي څرګندونې
د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد بیت الله حمیدي څرګندونې

طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د ځینو رسنیو کارکوونکي هم نیولي‌ او بندیان کړي وو. په دوی کې د طلوع خصوصي تلویزون کارکوونکي او خبریالان هم شامل وو. طالب چارواکو ویلي وو چې دا خبریالان او مسئولین یې د «توضیح او توبیخ» لپاره بیولي ‌وو.

څه موده مخکې د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو انجمن او د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو ګډ راپور کې وویل چې په افغانستان د طالبانو له بیا راتګ وروسته د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی.

د خبریالانو د ملاتړ دغه دوو بنسټونو ویلي چې د طالبانو د حاکمیت په دوره کې د خبریالانو او رسنیو د کار ساحه محدوده شوې ده او په دغه موده کې «وېره او سانسور» په بېساري ډول زیات شوي دي.

اړوند

XS
SM
MD
LG