د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یوه جنګي الوتکه غورځېدلې


د ایران هوايي ځواک
د ایران هوايي ځواک

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه وايي چې د تخنیکي ستونزو له کبله یې یوه جنګي جټ الوتکه غورځېدلې ده.

د سپاه نیوز، چې د سپاه پاسداران اړوند خبرونه خپروي، راپور ورکړی دی چې روسي ډوله الوتکه نن چهارشنبه اګست درېیمه (زمري دولسمه) د شیراز هوايي اډې کې غورځېدلې ده.

راپور وايي چې دا د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو الوتکه وه چې د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلې ده او پیلوټانو د پاراشوټ له لارې ځانونه ژغورلي دي.

په تېرو دوو میاشتو کې په ایران کې لږ تر لږه دا ډول دوې نورې پېښې هم رامنځته شوې دي.

څه موده مخکې د ایران پوځ د تخنیکي ستونزو له کبله د یو جنګي جټ د سقوط خبر ورکړی و.

په یوې بلې پېښه کې په اصفهان کې د ایران د پوځ یوه بله الوتکه غورځېدلې وه چې دوه پيلوټان په کې مړه شوي وو.

د ایران هوايي ځواکونه د لویدیځ دبندیزونو له کبله له یو لړ ستونزوسره مخامخ دي.

د ایران د ځواکونو جنګي الوتکې تر ډېره هغه امریکایي الوتکې دي چې تر اسلامي انقلاب مخکې اخیستل شوي دي. د دې تر څنګ د ایران پوځ روسۍ الوتکې هم لري.

XS
SM
MD
LG