د لاس رسي وړ اتصالات

له سرحدي نښتې وروسته، ایراني او طالب چارواکو خبرې کړي


په نیمروز ولایت کې له ایران سره په سرحد کې د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ د یکشنبې د نښتې وروسته، د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي د طالبانو حکومت دفاع وزارت له چارواکو سره د خبرو خبر ورکړی دی.

نوموړي نه ده څرګنده کړې چې د طالبانو له لوري چا په دغه خبرو کې ګډون لاره.

ښاغلي قمي د یکشنبې په ورځ ناوخته جولای ۳۱ (زمري نهمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د (طالبانو) سرپرست حکومت دفاع وزارت د دغه هیواد له سرحدي سرتیرو سره اړیکه کې د نښتې مخنیوي او له ورته اقداماتو څخه مخنیوي لپاره د ګډې کمېټې جوړېدو امر کړی دی."

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند بهرام حقمل تیره ورځ له رویټرز خبري آژانس سره خبرو کې د طالب او ایراني سرتیرو ترمنځ نښته تائید کړې وه.

هغه ویلي و چې په دغه نښته کې د دوی لخوا یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د ایران فارس خبري آژانس تیره ورځ د دغه هیواد د یو سیمه ییز چارواکي له قوله ویلي و چې نښتې د لنډ مهال لپاره د سیستان بلوچستان ایالت هیرمند ښار په شغالک سیمه کې جریان لاره چې بیرته ژر بنده شوه.

د تسنیم خبري اژانس وایي چې جګړه هغه مهال پيل شوه چې طالب جنګیالیو په داسې «یوې سیمې کې د خپل بیرغ درولو هڅه کوله چې د افغانستان برخه» نه وه.

خو په نیمروز ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو ایراني سرتیري د نښتې په پیلېدو تورن کړي او ویلي دي چې هغوی د یاد ولایت په کانګ ولسوالۍ کې د طالبانو د ګزمې پر موټر ډزې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره میاشت ویلي و چې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې یو ایرانی سرتیری ووژل شو.

تر دا مهاله د طالب او ایراني سرتیرو ترمنځ د تیرې ورځې نښتې رامنځته کېدو اصلي انګېزه لا سمه ده نه روښانه شوې او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران د افغانستان سره شاوخوا ۹۰۰کیلومتره ګډه پوله لري چې ۲۳۶کیلومتره یې د افغانستان د نیمروز ولایت او د ایران د سیستان ولایت څخه تیریږي. دغه پوله چې د تګ راتګ زیاتې لارې لري، تل د انساني او مخدره توکیو د قاچاقبرانو د تګ راتګ په دلیل د نښتو شاهده ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، خو حکومت یې تر اوسه د پاکستان او ایران په ګډون د هیڅ یو هیواد له لورې په رسمیت ندی پیژندل شوی.

XS
SM
MD
LG