د لاس رسي وړ اتصالات

ګراهام: په امریکا او متحدینو یې د بل برید احتمال شته چې سرچینه به یې افغانستان وي


امریکایي سناتور ليندزي ګراهام
امریکایي سناتور ليندزي ګراهام

مشهور امریکایي سناتور لندزي ګراهام د سه شنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) وویل له افغانستان څخه په امریکا او د امریکا په متحدینو د بل برید احتمال چې سرچینه به یې افغانستان وي، موجود دی.

ښاغلي ګراهام د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې چې امریکا کومه جګړه پای ته نده رسولې بلکې بله جګړه یې پیل کړې ده ځکه جمهور رئیس بایډن په عجلې سره پریکړه وکړه.

ګراهام څرګنده کړې، په افغانستان کې شرایط ناوړه دي او ټول هغه کارونه چې په تیرو شلو کلونو کې وشول، بیځایه شوي ځکه اوس هغه روزنیز کمپونه چې د سپټمبر له یوولسمې مخکې په هغه هیواد کې وو د بیا جوړیدو په حال کې دي.

دغه امریکایي سناتور وویل: " همدا اوس چې خبري‌کوم په افغانستان کې د القاعده روزنیز کمپونه د بیا راژوندي کیدو‌ په حال کې دي. موږ تاریخ بیا تکرار کوو او دا د مخنیوي وړ وو."

ښاغلي ګراهام له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه وویل، جمهور رئیس بایډن د اغیزناکو نظامي مشورو خلاف، له هغه هیواد څخه پوځیان وایستل.

هغه زیاته کړه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره شرایط موجود وو او طالبانو په هغو شرایطو عمل نه کاوه. ګراهام دا د بایډن له خوا یوه سیاسي پریکړه وبلله.

ګراهام وویل: "دا یوازې د وخت موضوع ده چې له افغانستان څخه ترهګري امریکا ته ورسیږي او احتمالي مسیر به یې مات سرحد "مکسیکو" وي."

د متحدو ایالتونو د حکومت چارواکو تر اوسه د ښاغلي ګراهام د څرګندونو په اړه تبصره نده کړې خو جمهور رئیس بایډن تل له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو له څرنګوالي ملاتړ کړی دی.

په وروستي مورد کې ښاغلي بایډن د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته وویل متحده ایالات به هیڅ وخت اجازه ورنکړي چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي.

الظواهري د روان میلادي کال د جولای میاشتې په وروستیو کې د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس د اګست په پنځلسمه وویل، امریکا به خپل نظارت ته دوام ورکړي چې د القاعده او د داعش د خراسان څانګې په شان ډلې په داسې موقعیت کې ونه وسي د افغانستان له خاورې څخه بیرون متحدو ایالتونو، د امریکا متحدینو او شریکانو ته تهدید متوجه کړي.

سناتور ګراهام په داسې حال کې له افغانستان څخه د القاعده د ګواښونو د راولاړیدو په اړه اندیښنه څرګندوي چې د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار ویلي د افغانستان له خاوري به چا ته ګواښ نه پېښیږي.

د طالبانو د حکومت یو ویاند ویلي: "غواړو نړیوالو ته،‌ د متحده ایالتو په شمول، ډاډ او اطمینان ورکړو، د افغانستان له خاورې نه به هیچا ته زیان او ضرر متوجه نه وي، همداسې د سېمې هېوادونو ته، همدارنګه همسایه هېوادونو ته، ټولو ته ډاډ ورکوو چې موږ اجازه نه ورکوو، د افغانستان خاوره د ګاونډیو او یا د نورو هېوادونو پر ضد استعمال شي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي دا امریکا او د امریکا متحدینو ته مهمه ده چې طالبان د ترهګرو په خوندي پټنځای د افغانستان د نه بدلیدو په اړه په خپلو ژمنو ودریږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د سه شنبې په ورځ اګست ۱۶ وویل:" موږ تل ویلي چې له طالبانو سره به زموږ اړیکي پر هغو ژمنو د طالبانو د تعهد یا عمل سره اړتباط ولري چې طالبانو له امریکا، نړیوالې ټولنې خو تر ټولو مهمه د افغانستان له خلکو سره کړي دي. او داسې برخې شته چې طالبان ډیر روښانه ندي توانیدلي او یا هم نه غواړي چې په هغو تعهداتو عمل وکړي."

ښاغلي پرایس زیاته کړه، له ترهګرۍ سره مبارزه یو دغه مورد دی او دا واقعیت چې د طالبانو د حقاني شبکې غړي خبر وو او ظواهري ته یې پناه ورکوله، دا نه یوازې د هغو ژمنو ښکاره نقض دي چې طالبانو کړي بلکې د متحدو ایالتونو او طالبانو د توافقنامې فاحش نقض هم دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان د ظواهري وژل کیدل ردوي او په دې اړه د امریکا څخه شواهد غواي وویل:" تاسې ته ډاډ درکولی شم او موږ ډاډمن یو نوموړی هلته وو. موږ بیخي ډاډمن یو چې ظواهري په برید کې وژل شوی، د هغه په وړاندې په دقیق برید کې . موږ ددې باور لپاره ښه دلیل لرو او هغه دا چې د طالبانو د حقاني شبکې غړي په کابل کې د هغه د حضور په اړه خبر وو ."

پرایس همدارنګه زیاته کړه، دا د طالبانو پر غاړه ده چې له امریکا سره د شوي توافق او نورو تعهداتو له مخې چې د افغانستان له خلکو سره یې کړي، په خپلو ژمنو ودریږي او په افغانستان او بهر ته د القاعده او داعش د خراسان څانګي د پيښیدونکو ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG