د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د مظاهرو ځپل؛ اروپایي ټولنه طالبانو ته: بشري مرستې مو مشروطې دي 


اروپايي ټولنې په کابل کې د ښځو د مظاهرو له ځپلو یوه ورځ وروسته نن د اګست په ۱۴مه (زمري ۲۴) وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه لري او خبرداری یې ورکړ چې ددې هیواد د خلکو سره د اروپايي ټولنې بشري مرستې مشروطې دي.

پرون د شنبې په ورځ طالب جنګیالیو په کابل کې د ښځو د یوې مظاهرې د خپرولو لپاره له تاوتریخوالی څخه کار واخیست، یو شمېر یې ووهلې او هوایې ډزې یې پرې وکړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسپ بوریل په یو بیان کې ویلي، اروپايي ټولنه په ځانګړې توګه د هغو ښځو او نجونو د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده چې په "سیستماتیک ډول" د ازادي، حقونو او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي څخه منع شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د دوهم ځل واکمن کیدو څخه یو کال وروسته لا هم دغې ډلې د منځنیو ښوونځیو او لیسو دروازې تړلې او د ښځو پر کار او سفر یې بندیز لګولی دی.

له یو کال راهیسې افغانستان ته د طالبانو د بیا راتګ له امله نړیوالې مرستې بندې شوې، د دغه هېواد اقتصاد د سقوط په درشل کې دی او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د دغه هېواد تر نیمايي ډېر خلک له فقر او لوږې سره لاس او ګریوان دي.

اروپايي ټولنې په ښکاره توګه خبرداری ورکړی چې "د افغانانو سره بشري مرستې د یو باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان پورې تړلې دي او طالبان باید د بشري حقونو اصول په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، ماشومانو او اقلیتونو حقونه وساتي."

اروپايي ټولنې څرګنده کړې چې افغانستان باید د دغه هېواد د خلکو د اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي، مدني او سیاسي حقونو د ساتلو په ګډون د هغو نړیوالو تړونونو رعایت وکړي چې په کې دغه هېواد شامل دی.

دغې اتحادیې دا هم ویلي، چې ټول افغانان باید د دې هېواد د چارو په پرمخ بیولو کې یو شان او بامعنی حق ولري او د خپل حضور شاهدان واوسي.

د دغې اعلامیې په یوه بله برخه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو له مخې افغانستان باید بل هیواد ته امنیتي ګواښ متوجه نه کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې ووژل شو، خو د طالبانو ډله وايي چې دوی د هېواد په پلازمېنه کې د هغه له شتون څخه خبر نه وو. پداسې حال کې چې طالبانو ژمنه کړې چې اجازه به ورنه کړي تر څو د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

دا مقاله د فرانس پرس د راپور د معلوماتو پراساس ده

XS
SM
MD
LG