د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د موټرو په دوو جلا ټکرونو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي


په ترکیې کې سمیه ایزو مطبوعاتو او د روغتیایي چارو مامورینو د شنبې په ورځ اګست ۲۰ (زمري۲۹) ویلي چې د موټرو په دوو بیل بیلو ټکرونو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي او لس ګونه نور ټپي شویدي.


لومړی ټکر د غازنتیپ په ولایت کې د یو بس موټر او یو امبولاننس تر منځ وشو چې ۱۶ تنه پکې ووژل شول او ۲۱ نور ټپي شول.


د دې ولایت والي داود ګل ویلي چې پدې پیښه کې یو بس موټر د ایمرجنسي د ټیم او د یو امبولانس سره جنګیدلي. خو د DHA خبري اژانس بیا وایي چې یو مسافر وړونکی بس موټر د امبولانس، د اور وژنې د یو ټرک او د یو بل موټر سره جنګیدلی چې خبریالان پکې د ټکر ځای ته روان و.

د سیمه ایزو مطبوعاتو په راپور کې ویل شوي چې څلور د عاجلو خدماتو کار کوونکي، درې د اور وژنې عمله او د الهاس خبري اژانس دوه خبریالان پدې پیښه کې وژل شويدي.

په راپور کې ویل شوي چې پولیسو د بس موټر چلوونکی نیولی او پوښتنې ترې کوي چې معلومه کړي دا پیښه څه ډول وشوه.

د دې پیښې څخه وړاندې څارنوالانو د یوې بلې وژونکې پیښې په هکله تحقیقات کول چې ۱۶ تنه پکې وژل شوي او ۳۰ نور ټپي شوي و. د ترکیې د عامیې روغتیا وزیر فخرالدین کوچا ویلي چې پدې پیښه کې د یوې لارۍ موټر چلوونکي خلک چې پیاده ګرځیدل، ووهل.

ددغه چارواکي په وینا،په سیمه ایز وخت په ۱۰:۴۵ دقیقو یو مسافر وړونکي‌ موټر په سیمه کې ټکر وکړ. دولت ګل زیاته کړه، کله چې د اطفایې او صحي کارکوونکو ټیمونه او نور اوړند کسان سیمې ته ورسیدل او غوښتل یې پيښې ته رسیدګي وکړي، دویم بس د لومړی بس په ۲۰۰ متري کې ټکر وکړ.

هغه وویل:"دویم بس دې سیمې ته وښوید او د لومړی پيښې د ځواب لپاره پر راغلو ټیمونو او ټپیانو ولګید." دولت ګل زیاته کړه، په دې پيښه کې ۲۲نور کسان ټپيان شوي دي.

د ترکیې د جمهور رئیس مرستیال فواد اوکتای ویلي دي چې د بیړني حالت کارکوونکو او خبریالانو په غازیانتپ ښار کې سړک ته نږدې، لومړی پيښې ته د رسیدګي‌ او د دندې پرمهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

ترکیه پر سړکونو د مصونیت کمزورې سابقه لري. د ترکیې حکومت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په هغه هیواد کې پنځه زره و ۳۶۲کسان په ټرافیکي پيښو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG