د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د رسنیو د څار ادارې د عمران خان په ژوندۍ تلویزوني ویناو بندیز ولګوه 


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

په پاکستان کې په رسنیو باندې د څار حکومتي ‌ادارو ټولو تلویزوني چاینلونو ته لارښوونه کړې ده چې د مخکني صدراعظم عمران خان د ویناو له ژوندۍ خپرولو څخه ډډه وکړي.

عمران خان د اپریل په میاشت کې د پارلمان له لوري عدم صلاحیت شو او له هماغه راهېسې یې د حکومت په ضد لویې مظاهرې او تندې څرګندونې کړي.

هغه په خپلو تازه څرګندونو کې په پولیس چارواکو او د قضايي برخې په مسئولینو کلک انتقاد کړی چې ولې یې د ګوند «تحریک انصاف» یو مشر نیولی دی.

په تلویزونونو د هغه د ژوندۍ ویناو د بندیز مکتوب تېره شپه خپور شوی دی. د فرانسې خبري اژانس وايي چې په مکتوب کې لیکل شوي دي چې عمران خان «بې اساسه تورونه لګوي او نفرت پاروونکي خبرې» کوي.

په مکتوب کې همدغه راز راغلي دي چې «ښايي د دولتي ‌ادارو او افسرانو په ضد د هغه پاروونکې ویناوې... عامه سوله او ارامي ګډه وډه کړي».

په تلویزونونو باندې د هغه د ژوندۍ ویناو د نه خپرولو پرېکړه داسې مهال شوې ده چې په پام کې ده نوموړی د راولپنډۍ په ښار کې نن یکشنه اګست ۲۱ (زمری۳۱) د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته وینا وکړي.

عمران خان په ۲۰۱۸ کې انتخابات وګټل خو څو میاشتې مخکې یو شمېر سیاسي ګوندونو یې په ضد ایتلاف وکړ او پارلمان هغه سلب اعتماد او سلب صلاحیت کړ.

د هغه مخالف ګوندونه وايي چې د هغه په صدارت کې پاکستان کې اقتصادي وضعیت او د خلکو عادي ژوند خراب شوی او عمران خان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

خو نوموړی وايي چې مخالفو سیاسي ګوندونو یې د «امریکا په همکارۍ» هغه له واک څخه لېرې کړې ده، سیاسي ګوندونو او امریکايي چارواکو دا تور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG