د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان د ګوند د ایالتي اسمبلۍ په غړي برید شوی؛ څلور تنه وژل شوي- پولیس  


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

له خیبر پښتونخوا څخه راپورونه وايي چې په دغه ایالت کې د واکمن تحریک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ د یو غړي «ملک لیاقت علي» په موټر وسله وال برید شوی او څلور تنه وژل شوي دي.

چارواکي وايي پېښه تېر ماسختن اګست شپږمه (زمري ۱۵) د کوز دیر د لال قلعه په سیمه کې شوې ده. د چارواکو په خبره په برید کې د صوبايي اسمبلۍ غړی او څلور نور کسان ژوبل شوي هم دي.

د لال قلعه د پولیسو یو چارواکي ارشد اقبال د امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي دي چې ملک لیاقت علي په خپل موټر کې ناست او کور ته په لار و چې برید پرې شوی دی.

د نوموړي په وینا په وژل شویو کسانو کې د ملک لیاقت علي ورور، وراره او يو پولیس شامل دي. هغه وايي چې زخمیان یې په سیمه کې نژدې روغتون ته انتقال کړي دي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې دا برید چا او ولې کړی. نه هم کومې ډلې یا شخص د دغه برید مسئولیت منلی دی. راپورونه وايي کله ناکله دا ډول پېښې د شخصي دښمنیو له کبله هم وي.

تېرکال د سپتمبر په میاشت کې د خیبرپښتونخوا په بره دیر کې د ځمکې د شخړې د حل کولو په یوې جرګې باندې وسله وال برید وشو چې نهه تنه په کې ووژل شول او یو شمېر نو ژوبل شول.

د تحریک انصاف د ګوند په دغه غړي باندې داسې مهال دا برید کېږي چې څو میاشتې مخکې د سیاسي ډلو د ایتلاف په نتیجه کې د ګوند مشر عمران خان د پاکستان له صدراعظمۍ څخه لېرې کړل شو او شهباز شریف د دغه هېواد نوی صدراعظم وټاکل شو.

عمران خان سیاسي ګوندونه تورنوي چې د امریکا په مرسته یې هغه له واک څخه لېرې کړ، خو سیاسي ګوندونو او امریکايي چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG