د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یوې افغانۍ نجلۍ د خپلې کورنۍ د درې غړو تر وژلو وروسته، ځان وژلی- چارواکي


د هوسۍ شریفي عکس چې د هغې له فیسبوک پاڼې څخه اخیستل شوی  
د هوسۍ شریفي عکس چې د هغې له فیسبوک پاڼې څخه اخیستل شوی  

امریکایي رسنیو د سیمه ایزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د هوسۍ شریفي په نامه یوې ځوانې افغانې نجلۍ ددغه هیواد‌ په ماساچوسیټس ایالت کې لومړی د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي او بیا یې ځان وژلي.

دغو چارواکو زیاته کړې چې ۳۱ کلنې هوسۍ لومړی خپل ۶۱ کلن پلار، د خور خاوند "اوښی" او بیا د هغه ۵۴ پلار په دوو مختلفو ځایونو کې په ډزو ویشتلي او وژلي او بیا یې ځان هم وژلی دی.

د یاد ایالت سیمه ایزو پولیسو څرګنده کړې چې دغه پيښه د اګست په ۲۳ د مازدیګر شاوخوا د ماسیچوسټس ایالت په لیین ښار کې شوې ده.

چارواکو که څه هم تر اوسه ددغې پیښې او د پيښې د علت په اړه ډیر څه ندي‌ ویلي خو هوسۍ شریفي له دې پيښې څو ساعته مخکې په خپله فیسبوک پاڼه چې په رسمي ډول تائید شوې هم نده په یو اوږد پیغام کې په خپلې خور د خپل اوښي له خوا د ظلم او ستم څخه شکایت کړی وو.

هوسۍ ددې پغام په یوه برخه کې لیکلي:" څو میاشتې مخکې، ما وموندل چې زما پر خور د هغې د خاوند له خوا د ۱۴ کلونو راهیسې "له هغه وخته چې یې لومړی ملاقات شوی" زور زیاتی کیږي. نوموړي هغه خفک کړې، په څپیړه یې وهلې، په لغته یې وهلې، هغې ته یې سپکې سپوري ویلي او په وروستي‌ مورد کې یو نیم کال مخکې یې په مخ په سوک وهلې ده."

هوسۍ په دې پیغام کې لیکي چې هم د هغې مور او پلار او هم د هغې د خور خسر او خواښې د کلونو راهیسې له دې وضعیت څخه خبر وو خو ډیر څه یې ندي کړي او یوازې به یې ویل که هغوی جلا شي خلک به څه وایي.

هغې زیاته کړې:‌" هغه څه چې نوموړي کړي باید نه وای پيښ شوي. هغه ددې کار کولو ته دوام ورکړ ځکه هیچا یې په اړه څه ونکړل."

د پولیسو سیمه ایزو چارواکو څرګنده کړې ده چې ددې پيښې په اړه یې څیړني‌ پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG