د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ستراتیژي ډیره نابریالۍ وه - امریکایي دیپلومات


د افغانستان په اړه د ویلسن سنټر او امریکا غږ مشترک بحث
د افغانستان په اړه د ویلسن سنټر او امریکا غږ مشترک بحث

په افغانستان کې د متحدو ایالتونو یو جګپوړي پخواني دیپلومات د سه شنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي اتمه) وویل په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور ته په کتو، له هغه هیواد څخه د واشنګټن د وتلو ستراتیژي ډیره ناموفقه وه.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخواني مرستیال ایرل انتوني وین دغه څرګندونې په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن سټر او امریکا غږ په کوربتوب په یو مشترک بحث کې چې د افغانستان د پوهنې دوه پخواني وزیران هم پکې وو، وکړې.

ښاغلي وین د متحدو ایالتونو او طالبانو د ډلې ترمنځ د دوحې د تړون په اړه وویل:‌"موږ له طالبانو سره یوه ډیره بده موافقه وکړه. دا موافقه مو ډیره کمزورې عملي کړه."

هغه زیاته کړه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر چې د امریکا جمهور رئیس او نور یې غوښتونکي وو، له جدي تیروتنو سره مل و.

دغه امریکایي دیپلومات وویل، امریکا په افغانستان کې په خپل۲۰ کلن حضور کې ډیر ښه کارونه وکړل چې له هغې جملې د رسنیو آزادي چې په سیمه کې بې سارې وه او تحصیل کړو ځوانانو روزنه ده چې د واک اخیستلو ته چمتو وو، یادونه کیدای شي.

خو ښاغلي وین وویل له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره ټولې دغه لاسته راوړنې له خطر سره مخ شوې. هغه زیاته کړه "میلیونونه افغانان د خوراکي توکو او صحي خدماتو د کموالي له امله د مرګ له خطر سره مخ دي او شاید ډیرو ژوند له لاسه ورکړی وي چې په شمیر یې نه پوهیږم."

انتوني وین وویل، که څه هم د امریکا اورپا او یو شمیر نور هیوادونه چې له افغانستان علاقه مندي لري پر هغه هیواد نفوذ نلري خو دا په دې معني نده چې نړیوال او ملګري ملتونه دي څه نه کوي.

هغه زیاته کړه، دا مهمه ده چې امریکا، اروپا او ملګري ملتونه په افغانستان کې د نجونو او میرمنو په ګډون د ټولو د بشري حقونو په اړه غږ اوچت کړي او دا کار هڅو ته ضرورت لري او پر طالبانو باید د نفوذ لارې ولټول شي.

ښاغلي وین د نړۍ په انسجام ټینګار وکړ او ویې ویل نړۍ باید له طالبانو څخه وغواړي که هغوی له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي باید خپلې یو شمیر ناوړه تګلارې بدلي کړي.

ښاغلي ‌وین وویل، هیله من دی چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپل ماموریت لپاره یو جګپوړی مشر وټاکي څو وکړای شي ددغو تغیراتو په اړه طالبانو هڅه او طالبانو سره بحث وکړي. خو هغه وویل باید صبر وشي او دا کار دوامداره هڅو ته ضرورت لري.

د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر میرویس بلخي وویل ، فکر نه کوي چې طالبان اوس ډیر زیات د سیاسي مشروعیت او یا دې ته ورته موضوعاتو پسې ووسي، هغه زیاته کړه طالبان یوازې هغه کار کوي چې تګلاري یې ده.

ښاغلي بلخي د طالبانو، القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ترمنځ د یوځای ژوند کولو اړیکې ته په اشارې وویل چې د هغوی ترمنځ تفاوت نشي کیدای.

په دې بحث کې د افغانستان د پوهنې پخوانۍ وزیرې رنګینه حمیدي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ادعا کړې هغوی د نجونو د مکاتبو مخالف ندي بلکې کلتوري محدودیتونه او ځیني ټولنیز حساسیتونه ددې لامل شوي چې د نجونو د ښوونځیو په پرانیستل کیدو کې ځنډ رامنځ ته شي، وویل، افغانانو په تیرو شلو کلونو کې ښکاره کړې چې د تعلیم پلویان دي‌ دا لومړی ځل دی چې په دومره پراخه کچه افغانان او قومي‌ مشران د نجونو د تعلیم غوښتنه کوي.

خو میرمن حمیدي زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې اوس د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند دي ، دې سیمو ته په تیرو شلو کلونو کې هم ډیره پاملرنه نه وه شوې.

XS
SM
MD
LG