د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: طالبان د حکومتولۍ په برخه کې له ننګونو سره مخ دي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سرپرست مارکس پوتزل وايي، طالب چارواکي په دغه هیواد کې د حکومتوالۍ په برخه کې له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دي.

نوموړي پرون دوشنبه اګست ۲۹ (وږې اوومه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د خپل راپور وړاندې کولو پرمهال ویلي چې طالبانو د داخلي اختلافاتو د اوازو په ردولو سره ، ځان «د یو متحد، همغږي حکومت کوونکې ادارې په توګه» معرفي کړی دی.

ښاغلي پوتزل زیاته کړه: "په کابل کې کابینه په منظمه توګه غونډې ترسره کوي – په داسې حال کې چې ددغو ناستو پایلې د واکمنو چارواکو لخوا په عام ډول رپورټ کیږي، خو په کابل کې د کابینې او په کندهار کې د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده ترمنځ اړیکه ناڅرګنده ده."

هغه همدارنګه ویلي چې د طالبانو د حکومتولۍ کړنې د هغوی تصمیم نیونکې رهبرۍ د فرمانونو او پالیسۍ د پریکړو پر اساس، چې د "اسلام او افغاني دودونو" سره په مطابقت کې اعلان شوي په خبره یې بنسټیز بشري حقونه په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د کار او زده کړو حقوقو لا محدود کړی دي.

طالب چارواکو تر دا مهاله د ملګرو متلونو د سیاسي استازولۍ د سرپرست د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي پوتزل د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو ته په اشاره ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې د زده کړو له بشپړ حق څخه محرومې دي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه هیواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې متوسطه او لېسې ښوونځي د نجونو پر مخ بندي شوي او ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د مېرمنو فعالیتونه محدود شول چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سرپرست پخپل راپور کې په کابل کې وروستیو چاودنو ته په اشارې هم ویلي دغه چاودنې چې قومي او مذهبي لږکي پکې په نښه شوي په خبره یې مسؤلیت یې د داعش ـ خراسان څانګې منلی دی.

هغه زیاته کړې: "موږ خوښ یو چې له واکمنو چارواکو اورو چې وايي د دغو ټولنو د لا ښه امنیت د تضمین کولو په لټه کې دي."

ښاغلي پوتزل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د جولای ۲۰مې د «افغانستان د بشري وضعیت» په اړه راپور ته هم اشاره کړې چې ویلي و طالبانو د «عمومي عفوې» له اعلان وروسته د مخکني حکومت ۱۶۰ مقامات او امنیتي غړي وژلي او ۱۷۳ نور یې نیولي دي. خو د طالبانو حکومت هغه مهال د یوناما یاد راپور رد کړ او هغه یې پروپاګند بللی و.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سرپرست مارکس پوتزل همدارنګه ویلي چې یوناما له خلکو سره د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت د چلند په اړه هم اندېښمنه ده.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت یو کال پوره کیږي تر دا مهاله د هغوی حکومت د هیڅ یو هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی. د افغانستان د ښځو او نجونو د حقوقو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري تر دې مخکې ویلي و چې طالبانو د نړیوال مشروعیت تر لاسه کولو لپاره باید د نجونو او ښځو حقوقو ته احترام وکړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشر مارټن ګریفیش د نړۍ په هیوادونو غږ کړی چې د افغانستان لپاره پراختیایي مرستې بیا پيل کړي ځکه چې دا هیواد د داسې اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی چې ورځ په ورځې مخ په خرابیدو دی.

XS
SM
MD
LG